لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کياني :ترهگربه خپلوتگلارو عملي کولوته پرې نۀ ږدو


د پاکستان دپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويز کياني ويلي دي دپاکستان ١٧٠ ملينه خلک په يو ډيموکراټيک هيواد کې اوسيږي اؤ هغوي دډيموکراسۍ پلويان دي.
په پينډۍ کې اپريشنل غونډې ته پخپله وينا کې جنرال کياني وويل په کومو سيمو کې چې پوځي عمليات اودرول شوي هغه دجوړجاړي دعمل برخه ده.
هغۀ زياته کړه بايد دپاکستاني پوځيانو لخوا په ځينو سيمو کې دعملياتو اودرولو عمل دهغوي کمزوري ونۀ گڼل شي.
پوځي مشروويل دپاکستان پوځ داولس په ملاتړ تندلاريتوب له مينځه وړلى شي.
هغۀ زياته کړه پاک پوځ به ديوې قربانۍ څخه هم ډډه ونۀ کړي اؤ دهيواد ساتنې لپاره هر وخت چمتو دى.
دپاک پوځ سرلښکر وويل دپاکستان دراتلونکي په اړه بې ځايه شکونه کولى شي.
نوموړي وويل دپاکستان پوځ دهر رقم عملياتو دخلۀ ماتونکي ځواب توان لري.
جنرال کياني دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې په پاکستان کې دطالبانودفعاليت لمنه ورځ ترورځه غځيږي اؤڅيړونکي وايي دسوات څخه وروستوبونيرته دطالبانوورتگ داسلام ابادامنيت ته هم گواښونه راولاړکړي دي ځکه چې طالبان اوس داسلام ابادڅخه يواځې د٧٠ؤ کلوميټروپه واټن پاتي شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG