لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پا کستان شمالې وزیرستان سیمه کې چاؤدنې ٦ کسان وژلې دې


دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې دچاؤدنې له املهلږ ترلږه ٦ کسان وژل شوي اؤ٤ ټپيان دي.

ژوبل کسان دتداوۍ لپاره ځايې روغتون ته وړل شوي دي.

سرچينې وايي دغه چاؤدنه دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه سره نزدې په يوگاډي کې ترسره شوې ده.

لمړي راپورونه وايي دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دغه چاؤدنه د څه له امله اؤ څنگه وشوه خو دسيمې څخه ځينې سرچينو ويلي دي چاؤدنه په گاډي کې دپروت گازډبي يا سلينډرد چلیدوپه وجه رامينځته شوې ده.

دچاؤدنې له امله يوه ښځه، يو سړى اؤ څلور ماشومان وژل شوي چې تعلق يې هم ديوې کورنۍ سره ښودل کيږي.

چاؤدنه دومره زوروره وه چې له امله يې گاډى په بشپړ ډول له مينځه تللى اؤ دپيښې ځايې کې دانسانانانو دبدن غړي پراتۀ ليدلى شي.

سرچينې وايي په کوم گاډي کې چې چاؤدنه شوې هغه سرحدي سيمې لواړه منډۍ څخه ماده خيل سيمې ته روان اؤ داسټرکى په مقام پکې دغه چاؤدنه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG