لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ واې دیر کې عمليات کامیاب شوې دې


د پا کستان پوځ وویل چې دیر کې د صوبائې حکومت په غوتنه د شک من جنگیالو پر ضد شوې عملیات کامیاب شوې دې، د دیر لال قلعه سیمه د واک تر لاندې راوستلی شوې ده او نښتو کې لږ تر لږه لس شک من جنگیالې وژل شوې دې.

د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې اې ایس پې ار په یو بیان کې وویل چې په نښتو کې یو عسکر هم وژلی شوی دی او څلور زخمیان شوې دې. په بیان کې ویل شوی دې لال قلعه کې د لسو جنگیالو مړې موندی شوې دې.

د بیان تر مخه لا قلعه د جنگیالو نه خلاصه کړی شوې ده او د عملیاتو په کامیابۍ ځاې خلکو د اېف سې ځواکونو په حق کې شعارونه پورته کړل دې.

د ځاې سر چېنو تر مخه دعملياتوپه مهال امنيتي ځواکونودطالبانوپه مرکزدهيلي کاپټروڅخه گولۍ وورولې او وویل کیږې په جگړه کې دطالبانوکمانډرمولاناشاهد هم وژلی شوی دې.

لۀ دې وړاندې ددواړوخواؤترمينځ په حياء سرئ سيمه کې نښتې وشوې.

سرچينې وايي په ديرسيمه کې دپوځي عملياتولۀ امله دگرځنده ټيليفونونوسروس قطع کړل شوى اؤخلک دخپلوکورونودننه بندپاتې شوي دي،

د رپورټونه تر مخه دغيرقانوني گرځول شوي مذهبي تنظيم تحريک نفاذشريعت محمدي مشرمولانا صوفي محمدپه لال قلعه کې خبريالانوته ويلي دي حکومت دهغوئ سره دامن تړون دملاکنډ سيمې دپاره کړى ؤاؤدديرپه ميدان سيمه کې پرته لۀ مشورې عمليات پيل کړل شوي دي چې داد امن دترسره شوي تړون څخه سرغړونه ده.

مولانا صوفي محمد په ډاگه کړه چې که په ديرکې له عملياتو وروستودملاکنډ سيمې په کومه بله برخه کې وضعيت تاوژن شونودهغې ټوله پړه به دحکومت په غاړه وي.

بل خوا د صوبه سرحد مشر وزیر رحېم داد په دیر کې د عملیتو دفاغ کړې ده او ډیوه ریډیو ته ېې وویل چې حکومت په واک پر ځاې کولو لپاره نورو ځایونو کې هم داسې عملیات کوې.

په دیر کې ناڅپه عملیات به څیړونکو لپاره د حیرانتیا وړخبره وې اوس به کتنه دې ته وې چې حکومت به په سوات او بونیر کې هم داسې قسم امنیتې گامونه اخلې او کنه؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG