لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براؤن :سرحدي سيموڅخه به دترهگروځالې لۀ مينځه وړل وي


دبرټانيې صدراعظم ښاغلى براؤن ويلي دي پاکستان اؤبرټانيه دواړه دترهگرۍ سره مخ دي اؤ دسيمې اؤنړۍ دامنيت دپاره به دپاکستان اؤافغانستان دگډوسرحدي سيموڅخه دتندلارواؤ ترهگروځالې لۀ مينځه وړل وي ،

نن دگل په ورځ پلازمينې اسلام ابادته لۀ رارسيدلو وروستودپاکستان صدراعظم يوسف رضاگيلاني سره گډمطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال برټانوي صدراعظم وويل دپاکستان پوځ اؤحکومت دترهگرۍ دلۀ مينځه وړلودپاره کوټلي گامونه اخلي،

دهغه وينا وه برټانيه به دترهگرۍ دنوغي په ويستلوکې دپاکستان سره کوټلې مرسته کوي،

په دغه مهال دپاکستان صدراعظم يوسف رضاگيلاني وويل پاکستان دترهگرۍ په ضدجگړه په بشپړهوډسره کوي اؤ دې لړکې بايدنړيواله ټولنه دپاکستان مټې مضبوطې کړي ،

ښاغلي گيلاني وويل پاکستان افغانستان کې سوله اؤثبات غواړي اؤدافغان حکومت سره دې لړکې کوټلې همکاري کوي،

په تيرو٤ؤ مياشتو کې گورډن براؤن پاکستان ته دغه دوهم سفر په داسې حال کې کوي چې په دې وروستيو کې دپاکستان دصوبه سرحدايالت بيلابيلوسيموکې دطالبانواؤتندلارو فعاليتونه سيواشوي دي اؤنړيواله ميډيادتندلارو دغه پرمختگونه داسلام اباد امنيت دپاره گواښ بولي

لۀ دې وړاندې په کابل کې افغان جمهوررئيس حامد کرزي سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهالگورډن براؤن وويل پاک افغان سرحدي سيمې دتندلارو ځالې جوړې شوي دي.

دهغۀ وينا وه دنړيوالې ورورولۍ سره به افغانستان ته پخپله هم دطالبانو مقابلې لپاره گامونه اخستل وي.

برټانوي صدراعظم گورډن براؤن زياته کړه په لندن کې دامنيت ټينگښت پاک افغان امن پسې تړلى دى.

نوموړي وويل بايد په افغانستان کې دتندلاريتوب په ضد جگړه لا پسې گړندۍ کړو.

هغۀ وويل مونږ نۀ پريږدو څو دپولې پورې غاړې پاکستان کې د ترهه گرو دپټيدو ځائيونه اؤ روزنيزمرکزونه موجود وي.

برټانوي صدراعظم وويل دپاکستان سرحدي پولو څخه ټولو ته گډ گواښ پيښ دى ځکه پاکستان سره دې هم دتندلارو مقابلې لپاره مرسته وکړل شي.

مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال افغان جمهوررئيس وويل برټانوي صدراعظم سره دليدنې په مهالافغانستان کې دامنيت په ټينگښت اؤ دسيمې پر مجموعي وضعيت خبرې شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG