لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رحمان ملک :ددير عملياتو کې 70 جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان دصوبه سرحد په کوزدير سيمه کې نن په دريمه ورځ هم دپاکستاني پوځيانو لخوا دتندلارو پر ضد عمليات دوام لري اؤدپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وايي په دغه عملياتو کې تراوسه لږ ترلږه 70 جنگيالي وژل شوي دي.
په اسلام اباد کې دپارلمان ماڼۍ څخه بهر ميډيا سره په خبرو کې نوموړي وويل په بونير سيمه کې هم تر 450 ؤ پورې جنگيالي شتون لري
نوموړي وويل کۀ دغه تندلاري له سيمې څخه ونۀ اوځي نو حکومت به يې په ضد سخت گامونه واخلي.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير وويل په دير سيمه کې تندلارودحکومتي واک په وړاندې سترگې برندې کړې ځکه نو په ضد يې پوځي عمليات پيل کړل شول.
رحمان ملک زياته کړه په دير کې موجود تندلاري په عصري وسلو سمبال دي اؤ پوځيانو دعملياتو په مهال دهغوي گڼ شمير دپټيدو ځائيونه هم له مينځه وړي دي.
هغۀ وويل دپاکستان اټومي وسلې په خوندي لاسونو کې دي.

XS
SM
MD
LG