لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مائيک مولن:دپاکستان سياسي قيادت گواښونو څخه دځان ژغورنې وړتيا نۀ لري


دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن په پاکستان کې په سيوا شوي تندلاريتوب انديښنه ښودلې اؤ دا يې دپاکستان لپاره يو گواښ گرځولى دى.
دمائيکل مولن وياند کيپټن جون کربي يو امريکايي تيليويزيون سره په خبرو کې وويل ايډمرل مولن دپاکستان په وضعيت سخت انديښمن دى اؤ هغه گڼي چې دپاکستان په سياسي مشرتابۀ کې ددغه گواښ څخه دځان ژغورنې وړتيا نشته.
وياند وويل مائيکل مولن په دې وروستيو اوونيو کې دوه کرته دپاکستان څخه ليدنه کړې ده اؤ په دغه مهال چې يې په پاکستان کې څه ليدلي هغه زيات خطرناک دي.
نوموړي زياته کړه مائيکل مولن په ځانگړي ډول دسوات وضعيت خطرناک بللى دى.
دوياند له مخې دامن دتړون په اساس طالبانو ته وسله غورځول وؤ خو نن هم هغوي وسلې راپورته کړي دي.
جون کربي وويل مائيکل مولن ددغو انديښنو څرگندونه دپاکستان ديوولسم سفر څخه وروسته کړې ده.
هغه دا هم ويلي دي چې دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر دپاکستان پوځي مشرانو باندې ټينگار کړى چې دطالبانو په ضد نور هم سخت گامونه واخلي.
بل لوري ته دامريکا پوځي مشر جنرال ډيوډ پيټرياس ويلي دي دپاکستان اؤ افغانستان په سرحدي سيمو کې طالبان سردوباره منظم کيږي.
يوې دستورې ته پخپله وينا کې ښاغلي پيټرياس وويل دافغانستان طالبان دپولې پورې غاړې ته خوندي ځالې لري.
دهغه وينا وه دترهه گرو په ضد عملياتو کې دخنډانو راولاړولو دپاره دالقاعده لخوا دسترو بريدونو احتمال شته.
جنرال پيټرياس زياته کړه پاکستان کې موجود تندلاري دپاکستان دبقاء دپاره تر ټولو ستره خطره ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG