لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باراک اوباما: دپاکستان د حکومت په کمزورتيا د انديښنمن یم


د امريکا جمهوررئيس باراک اوباما وايي هغه پوخ باور لري چې دپاکستان اټومي وسلې خوندي دي ، خوددغه هيواد وضعيت باندې سخت انديښمن دى چې دپاکستان حکومت کمزورى دى.
هغه دا خبرې دخپلې انتظاميې د١٠٠ؤ ورځو په پوره کيدلود دشور په شپه سپينه ماڼۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې وکړې.
ديوې پوښتنې په ځواب کې باراک اوباما وويل دپاکستان پوځ ناوړه لاسونو ته داټومي وسلو دغورځيدلو دگواښ څخه ښه خبر دي.
دجمهوررئيس وينا وه دپاکستان اولسي حکومت دا وخت زيات کمزورى دى اؤ زياتره اساسي خدمات نۀ شي ترسره کولى.
باراک اوباما زياته کړه هغه دپاکستان په وضعيت سختې انديښنې لري خو دغه انديښنې له دې امله نۀ دي چې پاکستان کې به طالبان غلبه ومومي، بلکې انديښمن په دې دى چې دپاکستان موجوده حکومت خپل اولس ته دتعليم، روغتيا، دقانون دواکمنۍ اؤعدالتي نظام په څير اساسي اسانتياوې نۀ شي ورکولى.
جمهوررئيس وويل دحکومت ددغه کمزورۍ له امله دپاکستان حکومت ته داولس ملاتړ اؤ خواخوږي ترلاسه کول گران کار دى.
دباراک اوباما وينا وه مونږ ته دپاکستان اؤ پاکستاني اولس خدمت کول پکار دي.
هغه وويل دواړه اولسي حکومتونه اؤپوځونه په دې خبره پوهيږي چې مونږ بايد ديوبل درناوى وکړو اؤ ستونزې په گډه حل کړو.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دامريکا جمهوررئيس وويل هغه په دغه شش وپنج کې نښتل نۀ غواړي چې کۀ دپاکستان داټومي وسلو ناوړو لاسونو ته دپريوتلو انديښنې راولاړې شي نو امريکا به ددغو وسلو ترلاسه کولو،تروړلو يا تباه کولو هڅه کوي؟
جمهوررئيس وويل امريکا دپاکستان خپلواکۍ ته درناوى لري اؤ غواړي دپاکستان اؤپاکستاني اولس مرسته وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG