لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ :په دوهمه ورځ هم وضعيت تاؤژن


دپاکستان دسندهـ ايالت په کراچۍ ښار کې دپښتنواؤهندوستاني مهاجروچې په ايم کيوايم شهرت لري ترمينځ درامينځته شوؤ جگړوڅخه وروستونن دزيارت په ورځ هم دکراچۍ په بيلابيلوښارونو کې وضعه تاوژنه وه
دهيواد په ترټولو لويې ښار کراچۍ کې دغه داړي ګړي څخه ډکې پيښې دچارشنبې په ورځ غرمه مهال پيل شوې وې اؤ دچارشنبې اؤ زيارت په مينځ شپه هم دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې دډزو اؤ اړي ګړي پيښو دوام ولرلو.
تيره شپه ترسره شوؤتاؤژنو پيښو کې په سرکاري توګه د٢٧ؤ کسانو دوژنې تصديق شوى اؤ ګڼ شمير ټپيان بيلا بيلو روغتونونو ته ددرملنې لپاره رسول شوي دي.
ورانکارو دکراچۍ په بيلا بيلو سيموکې په لسګونو ګاډى ته اور هم اچولى چې له دې وروستو حکومت په دغو سيمو کې درينجر اؤ پوليس ځواکونه ځايې پځايې کړل خو ددې باوجودهم پر وضعيت قابو ونۀ موندل شوه.
دزيارت په ورځ کراچۍ کې ټولې تعليمي ادارې تړل شوي اؤ دوضعيت عادي کولو لپاره دپاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري په وينا دعوامي نيشنل ګوند ، متحده قومي موومنټ اؤ پاکستان پيپلز ګوندد سيمه ييزو مشرانو غونډه دسندهـ دوزيراعلي قائم علي شاه په مشرۍ روانه ده.
بل لوري ته نن په اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دعوامي نيشنل نيشل ګوند وياند سناتور زاهد خان په کراچۍ کې رامينځته شوؤ داړي ګړي په پيښو دانديښنې څرګندولو په ترڅ کې وويل دوضعيت کنټرول کولو په هکله دسندهـ حکومت بې وسه ښکاري.
هغۀ وويل کراچۍ دصوبه سرحد پشان کومه غرييزه سيمه نۀ ده چې دورانکارو مخنيوى پکې نۀ شي کيدلى.
زاهد خان وويل بايد صوبايي حکومت په سملاسي ډول مسؤل خلک ونيسي اؤ دهغوي په ضد ګامونه واخلي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG