لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځي وياند:دبونيرعملياتوکې نور٦٠جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس ويلي دي دصوبه سرحد په بونير سيمه کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په مهال ديو شمير غيرملکيانو په ګډون ٦٠تندلاري وژل شوي دي.
همدغه راز دديرسيمې په عملياتوکې د٧تندلارودوژل کيدلوترڅنگ دسيمې څخه ١٠عسکروسله والوطالبانوتښتولي دي.
خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال نوموړي وويل دتندلارو په ضد عملياتو کې دهغوي دچاؤديدونکو موادو څخه ډک ګاډي اؤ دتندلاري قوماندان کور هم له مينځه وړل شوي دي.
جنرال اطهر عباس وويل په بونير کې اولس دتندلارو په ضد ولاړ دى.
هغۀ وويل عملياتو کې ٢ؤ پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى اؤ ګڼ شمير ژوبل شوي هم دي.
هغۀ وويل دامبيلې په مقام تندلاري مقاومت کوي.
دکوز دير په ميدان سيمه کې نن په پينځمه ورځ هم دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عمليات دوام لري اؤ سرچينوډيوه راډيوته ويلي دي دهيلي کاپټرو څخه گوله بارۍ کې تندلارى کمانډر غلام وژل شوى دى.
دجمعې په ورځ دگن شپ هيلي کاپټرو څخه حياسريي،کلال ډهير، ډوبون اؤ ننگولي کې تندلاري په نخښه کړل شول.
همدغه شان دميدان تحصيل په چينارکوټ سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد بيگاه ټوله شپه دتوپو له لارې گولۍ ورولي دي.
دتندلارو پر ضد دغو عملياتو کې دهغوي گڼ شمير ځالې هم له مينځه تللي دي.
په چکدره تحصيل کې تير ماښام دتندلارو په ځالو گوله بارۍ کې ٤ ماشومان ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG