لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دير: تښتول شوي عسکر خوشې کړل شوي دي


د پاکستاني پوځيانو لخوا دصوبه سرحد په کوزدير سيمه کې دتندلارو په ضد عملياتوکې٧ تندلاري وژل شوي اؤ دبره دير سيمې څخه تښتول شوي ١٠ عسکر خوشي کړل شوي دي.
دکوز دير په ميدان سيمه کې نن په پينځمه ورځ هم دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عمليات دوام لري اؤ سرچينوډيوه راډيوته ويلي دي دهيلي کاپټرو څخه گوله بارۍ کې تندلارى کمانډر غلام وژل شوى دى.
دجمعې په ورځ دگن شپ هيلي کاپټرو څخه حياسريۍ،کلال ډهير، ډوبون اؤ ننگولي کې تندلاري په نخښه کړل شول.
همدغه شان دميدان تحصيل په چينارکوټ سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد بيگاه ټوله شپه دتوپو له لارې گولۍ ورولي دي.
دتندلارو په ضددغو عملياتو کې دهغوي گڼ شمير ځالې هم له مينځه تللي دي.
په چکدره تحصيل کې تير ماښام دتندلارو په ځالو گوله بارۍ کې ٤ ماشومان ژوبل شوي دي.
بل لوري ته دچکدرې په گل اباد سيمه کې په جي ټي روډ وسله والو کسانو پوسته جوړه کړې اؤ دتلونکو راتلونکو خلکو گاډي تالاشي کوي. دغووسله والوطالبانو په سيمه کې دوړو په يو مل هم قبضه کړې ده
امنيتي ځواکونو دچکدرې په گل اباد کې هم عمليات پيل کړي دي .
اخوا دصوبه سرحد په بره دير سيمه کې نامعلومو کسانو دصوبيدار ميجر په گډون ١٠ تښتول شوي عسکر خلاص کړل شوي دي.
په بره دير کې دضلعي انتظاميې مشر عتيق الرحمان هم پخلى کړى چې شاوخوا ٥٠ؤ وسله والو جنگيالو دسيمه ايزې مليشې دځواکونوپه مرکز بريد وکړو اؤ ١٠ عسکر يې تښتولي وؤ.
چارواکو ددغو عسکرو راخلاصولو لپاره هڅې پيل کړي وی.
دسرچينولۀ مخې سيمه کې دوضعيت خرابيدلو له امله خلک نورو خوندي سيمو ته په کډوکولوبوخت دي.سړکونه بند اؤ دژوند چارې په ټپه ولاړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG