لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کونړ:د جنگياليوبريدکې پنځه بهرني عسکر وژل شوي دي


د افغانستان په ختيځ کونړ ولایت کې دطالبانود يوبريدامله پنځه بهرني اؤدرې افغاني عسکروژل شوي اؤدوه ژوبل شوي دي.
دغه بريد دجمعې په ورځ په غازي اباد اولسوالۍ کې په يوه امنيتي پوسته ترسره شوى دى.
سرچينې وايي دغرۀ دلمنې په دغه پوسته کې افغاني اؤبهرني ځواکونو په گډه دنده ترسره کوله.
افغانستان کې ميشتوائتلافي ځواکونومنلې ده چې په دغه بريد کې يې پنځو عسکروخپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
دايساف لخوامطبوعاتوته په واک کې دورکړل شوې پاڼې لۀ مخې بريدکې ٣امريکايي اؤ٢ دليټويا عسکروژل شوي دي.
دافغانستان دملي دفاع دوزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي خبريالانوته ويلي دي په دغه بريدکې دوه تنه افغاني عسکرهم وژل شوي دي خودسيمې څخه ازادې سرچينې وايي دوژل شوؤافغاني عسکروشميره ٣ ده،
سرچينې داهم وايي چې لۀ بريد وروسته بهرنيوعسکروسيمه کې دجنگياليو پرضد عمليات پيل کړي دي چې د٢ؤبريدکوونکيومړي هم په لاس ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG