لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رابرټ گيټس : دتندلارو خوريدنه دپاکستان حکومت دپاره ستر گواښ دى


دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس وايي دپاکستان شمال لويديزو سيمو کې دتندلارو خوريدل دپاکستان جمهوري حکومت لپاره يو ريښتونى گواښ جوړ شوى دى.

يو امريکايي تيليويزيون سره مرکه کې رابرټ گيټس وويل امريکا ليواله ده ددغه گواښ مقابلې لپاره پاکستان تههر رقم روزنه اؤ سامان او الات ورکړي.

نوموړي وويل پاکستان دخپلو پولو دننه دامريکايي پوځدموجوديت خيال نۀ خوښوي.

ښاغلي گيټس وويل امريکا په موجوده وضعيت کې پاکستان سره هرې مرستې ته تیاره ده.

رابرټ گيټس وويل دبونير دعملياتو څخه وروستو هغه دا گڼي چې دپاکستان امنيتي ځواکونو دوضعيت په غوره ډول احساس کړى دى اؤ گامونه يې اخستي دي.

ددفاع وزير زياته کړه په راتلونکو شپږو مياشتو يا کال کې امريکا لپاره خپل نور پوځيان افغانستان ته ليږل يو گران کار دى.

هغه وويل په افغانستان کې دا مهال دامريکا اؤ ائتلافي ځواکونو شمير قابو يو لک ته رسيږي چې په څه وخت کې په افغانستان کې دموجودو روسي پوځيانو څخه دغه شميره يواځې لس زره کمه ده.

بايد وويل شي له دې وړاندې په افغانستان کې دامريکايي پوځ مشر جنرال ميکنن ويلي وؤ کال ٢٠١٠ء پورې به افغانستان ته دلسو زرو نورو امريکايي پوځيانو ليږدولو ته اړتيا وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG