لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې بې امنې ، طالیانو په امنيتي ځواکونوبريدونه کړې دې 


په سوات کې د طالبانو او حکومت تر منځ دامنتړون وروسته يو ځل بيا وضیعت کړکیچن شوې دی، او طالبانو په امنيتي ځواکونو بريدونه کړي اؤ دسوات په سرښار مينگوره اؤ نورو سيمو کې يې وسلو په لاس گزمې پيل کړي دي.

د پاکستان پوځ ویلې دې چې په بونیز کې د شک من جنگیالو پر ضد عملیات په سوکه ډول روان دې او په سیمه کې تازه نښتو کې ووه جنگیالې او یو عسکر وژلې شوې دې. په سوات کې هم د امنیتې ځواکونه او جنگیالو تر منځ جگړو کې دوه عسکر او درې جنگیالې وژل شوې دې.

د گل په ورځ د پوځ په یوه اعلامېه کې وویل شول چې امنیتې ځواکونه د بونیر مرکز ډگر کې خپل سنگرونه مضبطوې او په کلپانۍ کې پوځ او جنگیالو تر منځ نښتې وشوې چې پکښې یو عسکر او ووه جنگیالې وژل شول. د پوځ تر مخه، په وژل شوو جنگیالو کې افسر حمید هم شامل دې چې د جنگیالو هم مشر گڼلی کیږې. په سوات کې طالبانو دمينګورې په ګډون په يو شمير مهمو سړکونو مورچې جوړې کړي دي چې له امله يې خلک دسختې ويرې سره مخ شوي دي.

د پوځ دعامو اړيکو دڅانگې وياند دسوات په هکله په يو بيان کې ويلي دي چې تيره ورځ تندلارو په خوازه خيله کې دوه عسکر حلال کړي دي.

دوياند له مخې تندلارو په پرله پسې ډول دامن تړون څخه سرغړونې ته دوام ورکړى دى اؤ دخلکو ويرولو دپاره وسلو په لاس گزمې کوي.

دايي ايس پي ار وياند وايي دگل په سحر په بري کوټ کې تندلارو دامنيتي ځواکونو په يو کاروان بريد وکړو چې پکې دپوځ يو افسر ووژلشو اؤدوه نورپوځيان ژوبل شوي دي.

همدغه رازوياند زياته کړې ده په شانگله ټاپ کې هم تندلارو په يوه امنيتي پوسته بريد کړى اؤ ديو سيمه ييز ناظم کور يې لوټلى دى په دغه بريد کې پوځي وياند ديو عسکر دوژل کيدلو خبر ورکړى دى.

سرچينې وايي داتوار په ورځ طالبان وسلو په لاس سړکونو ته راووتل اؤ په بازارونو وگرځيدل چې له دې وروستو دمينگورې په گډون يو شمير نور بازارونه خلکو له ويرې وتړل اؤ داسې خبرونه هم رارسيدلي چې ځايې خلک يوځل بيا دبدامنۍ دخطر له وجې کډو کولو ته اړ شوي دي.

همدغه راز طالبانو دسوات په لرې پرتو سيمو کې هم خپل ټولگي يو ځل بيا فعاله کړي دي چې له دې وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دشپې دنهو څخه دسحر تر ٦ؤ بجو گرځ بنديز يا کرفيو پځايې کړې ده.

سرچينې وايي طالبان په مينگوره کې دلوړو ودانيو بامونو ته ختلي اؤ ښار يې دخپلې ولکې لاندې راوړى دى.

دسرچينو له مخې نن سحر طالبانو دسوات څخه په راتلونکو پوځيانو ددره کوټ په کوټا سيمه کې بريد وکړو چې له امله يې دوه عسکر ژوبل شول.

دامنيتي ځواکونو دځوابي عملياتو وروستو دغه طالبان په تيښتيدو کې بريالي شول.

له بريد وروستو پوځيانو سيمه پخپله ولکه کې واخسته اؤ دمينگوره ، پيښورسړک يې دهر رقم ترافيکو پر مخ وتړلو.

پوځي وياند دبونير دعملياتو په اړه ويلي دي امنيتي ځواکونو دبونير په کلپاڼۍ سيمه کې دتندروه طالب کمانډر افسر حميد په گډون ٧ جنگيالي وژلي دي.

پوځي وياند وايي په دغه نښته کې يو عسکر خپل ژوند دلاسه ورکړى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دوياند له مخې تندلارو په پيربابا کې تر ٢٠٠٠ؤ کسان خپلې مخې ته ډال کړي دي چې له دې املهامنيتي ځواکونو ته په عملياتو کې ستونزې راولاړيږي.

دوياند له مخې تندلارو په کوزدير ميدان کې دپوليسو ديو افسر يا ډي ايس پي کور هم په بمونو الوځولى دى.

په سيمه کې دپوځي عملياتو له امله تراوسه دبونير څخه ٢ؤ لکو پورې خلک خوندي سيمو ته په کډو تللي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG