لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مائک مولن :پاکستانې طالبان په زور خلک بهرتې کوې


د امریکې د گډو ځواکونو کميټۍ مشر ایډمرل مائک مولن وویل چې په پاکستان کې طالبان د ویرې د لارې جگړې لپاره خلک بهرتې کوې او په زور خپله نظریه په وولس تپې. هغه زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان کې د طالبانو گټې او پرمختگ د اندیښې وړخبره ده.

هغه وویل طالبان د القاعده او نورو تندلارو گوندونو د ملاتړ په وجه د سرحد هغه غاړه ته پناه ځایونو لرې، د ویرې د لارې خلک بهرتې کوې او په بدمعاشۍ په وولس خپله نه خوښه نظریه ور تپې.

مائک مولن وویل په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو کامیابۍ نیغ په نیغه د امریکې قامې مفادات خطر کې اچوې او دا راز په هیواد کې دننه امنیت لپاره گواښونه را ولاړوې.

د هغه اندیښنو په اړ ه چې په پاکستان کې د جنگیالو د پرمختگونو له امله د پاکستان ایټمې وسلی د ترهگرو لاسونو ته تلی شې، مائک مولن وویل هغه باورې دی د پاکستان سټراټیجیکې اساسو حفاظت به خوندې ووساتلی شې.

د مائک مولن څرگندونې په داسې محال مخ ته راغلې دې چې د پاکستان جمهوررئېس اصف علې زردارې او د هغه افغان همکار حامد کرزۍ به د شورو په ورځ د امریکې جمهوررئېس باراک اوبامه سره په واشنگټن کې وینې او د افغانستان او پاکستان سیمې سره تړلې موضوعاتو باندې خبرې کوې چې په څرگنده توگه د ترهگرۍ پر ضد جگړه به تر ټولو مهم ټکې وې.

په عین حال کې د امریکې یوې مهمې ورځپاڼړې نیویارک ټائیمز یو رپورټ کې وېلې دې په افغانستان کې د امریکې ٢٠،٠٠٠زیاتې ځواکونه به سښخ کال سختې جگړې سره مخ کیږې او دا به د جمهوررئیس باراک اوبامه د افغانستان لپاره د هغه نو ې تگ لارې یا پالیسۍ سخته ازمائینه وې.

د نیویارک ټائمز رپورټ کې د جنگیالو د خلې دا هم ویلی شوې دې چې د افغانستان او پاکستان تر منځه سر حد هېڅ وجود نه لرې او جنگیالې په ازادۍ د پولې یو خوا او بل خوا تلی او راتلی شې او امریکاې ځواکونه جنگیالې په پاکستان کې په پناه ځایونو کې نشې په نخه کولی.

XS
SM
MD
LG