لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما : افغانستان او پاکستان به د ترهگرۍ پر ضد جنگیږي


د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه دغه څرگندونې پرون د امریکې پایه تخت واشنگټن کې د افغانستان اولس مشر حامد کرزۍ او پاکستان جمهوررئیس اصف علې زردارې سره د خبرو اترو ورسته کړی.
ښاغلي اوباما زیاته کړه چې خوشحاله دی چې د افغانستان او پاکستان منتخب مشران په سیمه کې رامخ ته شوي خطر د سنجیدگۍ نه په مکمل توگه خبریدو خپله ژمنه ېې تکرار کړې ده چې د دغه خطر خلاف به گامونه پورته کوي.
جمهوررئیس باراک اوباما دا هم وویل چې امریکا به په افغانستان کې موجود نورو نړیوالوهمکارانو سره په گډه کار کوي چې په عملیاتو کې د ملکې خلکو د وژل کیدو مخنیوې وکړی شي.
په افغانستان کې د ملکې وگړو د وژل کیدو په هکله د باراک اوبامه ونیا په داسې وخت کې شوې ده چې افغانستان په غربې فراح ولایت کې د مشکوکو طالب جنگیالو پر ضد د نړیوالو ځواکونو عملیاتو کې د ځایي چارواکو د خولی تر سلو پورې خلک وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو تر ټولو جگپوړی چارواکې، جنرال ډیوډ میکرنن، ویلې دې چې په فراح کې د پیښې پلټنه افغان چارواکو سره په گډه پیل کړی شوې دي. هغه زیاته کړه چې د سیمې نه اولنې رپورټونه چې وژنې د امریکایي ځواکونو بمبارۍ له امله شوې دي، غلط دي.
د امریکایي بهرینو چاورو لپاره وزیرې هیلري کلنټن پرون حامد کرزي او اصف علې زردارې سره د لیدو ورسته په فراح کې د افغان وگړو په وژل کیدو خواښوگې ښودلی ده.په ځواب کې حامد کرزۍ وویل امریکا او افغانستان په گډه کار کولو د لارې په راتلونکی کې د ملکې کسانوود وژل کیدوامکان ختمولی شي او په د ترهگرۍ پر ضد جگړه به وړاندې یوځاي.
د پاکستان جمهوررئیس اصف علې زردارې وویل چې د هغه هیواد کې د جمهورریت پرمختگ د لارې ترهگرۍ ته ماتی ورکړی کیدی شې.
د اصف علې زردارې او حامد کرزۍ سره د باراک اوباما لیدل کتل په داسې محال شوې دې چې په پاکستان کې طالب جنگیالو پر مختگونه کړې دي او پوځ د جنگیالو پر ضد عملیات پیل کړی دي چې دا وخت هم دوام لري.
باراک اوباما په جنورۍ کې د واک تر لاسه کولو ورسته د افغانستان او پاکستان لپاره نوي تگلاره اعلان کړی دی، د سیمې لپاره ېې خصوصې استازی ټاکلی دی، افغانستان ته به تر شل زرو پورې نور ځواکونه لیږې او پاکستان ته به زیاتې اقتصادې او پوځې امداد ورکوې. د باراک اوباما د افغانستان او پاکستان مشرانو سره واک کې د راتلو ورسته دا لومړې لیدل کتل وو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG