لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال پيټرياس :پاکستان دالقاعده نړيوال مرکز دى


دامريکا پوځي مشر جنرال ډيوډ پيټرياس ويلي دي دالقاعده دسرمشران دپاکستان په قبائيلي سيمو کې پټ شوي دي.
يوې امريکايي ورځپاڼې سره مرکه کې جنرال پيټرياس وويل دپاکستان قبائيلي سيمو څخه دالقاعده دغه مشران دټولې نړۍ دترهه گرو دفعاليتونو څارنه اؤ قومانده کوي.
هغۀ وويل عراق،يمن،صوماليه ، شمالي افريقه اؤ اروپا کې دترهه گرۍ پلانونه هم ددغه ځايې څخه جوړيږي.
جنرال پيټرياس وويل دپاکستان پوځ، حکومت اؤ اولس اوس القاعده خپل ځان لپاره خطره گڼي اؤپريکړه يې کړې ده چې په کوټلي طاقت سره به يې مقابله کولى شي.
دهغه وينا وه دامريکايي جاسوسي الوتکو بريدونو له لارې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دالقاعده غړي وژل کيږي ، خو دالقاعده مشران په دغو بريدونو کې خوندي پاتې شوي دي.
دامريکايي پوځ مشر وويل افغانستان کې به راتلونکو څو مياشتو کې دستونزو سره مخ شو ځکه طالبان هاغو سيموته خپل قوت وړي چرته چې نوي امريکايي پوځيان گمارلى شي.
هغۀ وويل امريکايي استخباراتي شبکو خبر ترلاسه کړى چې طالبان په جنوبي افغانستان کې نوي جنگيالي اؤ نوي ځايې کمانډران گماري.
بل لوري ته دامريکا دخارجه محکمې وياند رابرټ ووډ په واشنگټن کې مطبوعاتو ته دحال احوالو تيرولو په مهال ويلي دي دپاکستان اټومي وسلې دتندلارو لاسونو ته نۀ شي ورتللى.
هغۀ وويل په سوات کې حکومت دطالبانو په ضد کوټلي عمليات کوي چې يو گټور گام دى اؤ بايد ورته دوام ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG