لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ترهگر د پاکستان دښمنان دې هیواد او جمهوررئیت بې ثباته کول غواړې


دپاکستان صدراعظم يوسف رضاگيلاني ویلې دې چې ترهگر د پاکستان دښمنان دې او هیواد او جمهوررئیت بې ثباته کول غواړې. خو هغه دا ژمنه ووکړه چې د تند لارو به په کلکه مقابله کیږې.

دگل په ورځ قامي اسمبلۍ کې د ترهگرۍ پر ضد حکومتي تگلاره ښکاره کولو په مهال یوسف رضاگیلانې وويل دسوات دسولې تړون په امن پسې تړل شوى ؤخوتندلاري داساسي قانون،عدليې اوپارليمان مخې ته اودريدل ځکه يې په ضدعمليات پيل کړل شول.

په عین حال کې، د پوځ د عامو اړیکو څانگې اې ایس پې ار د گل په ورځ په یو بیانیه کې وویل چې سوات کې عمليات په کمیابۍ مخکښې روان دې او د پاکستان د کورنو چارو صلاح کار رحمان ملک وویلې دې چې په عملیاتو کې تر داوخت تر ٧٠٠ پورې جنگیالې او شل عسکر وژل شوې دې.

د بې امنۍ په بله پیښه کې، د گل په ورځ په دره ادم خیل کې د امنیتې ځواکونو پوستې سره نزدې بمې چاودنه کې ١٠ تنه ووژل شول.

صدراعظم یوسف گیلانې وويل حکومت دسوات په تړون دټکونوکيدلوباوجودپه سيمه کې شرعي نظام عدل پځايې کړوخوتندلاري بياهم د وراني څخه نۀ په قلاريدل ځکه نودمجبوريت لۀ مخې په ملاکنډسيمه کې پوځي عمليات پيل کړل شول.

دهغه وينا وه ترهگردپرديوپه ايجنډه دعمل کولوسره هيواد فتح کول غواړي، د پاکستان دښمنان دې اوپه هیواد کې جمهوررئیت بې ثباته کول غواړې خوحکومت به هغوئ خپلسرۍ ته پرې نه ږدي.

صدراعظم ومنله چې فوځي عمليات دستونزوغوره هوارى نۀ وي خووئ ويل دقانون د واکمنۍ پځايې کولودپاره به ادارې پياوړې کولى شي.

دهغه ويناوه جنگياليوپه سيمه کې مائنونه ښخ کړي دي خوپوځ دعملياتوپه ترڅ کې دغه مائنونه لرې کړي اوسيمه يې پاکه کړې ده.

يوسف رضا گيلاني وويل ترهگردپوځ دمقابلې توان نۀ لري خوبيا به هم مونږ ټولوته په گډه دهغوئ مخه نيول وي .

هغه وويل ډيرزربه ورانکاري دوسلوپه غورځولومجبوره کړل شي.

دصدراعظم ويناوه دپاکستان اولس اؤپوځ دهيواد دساتنې بشپړتوان لري.

نوموړي زياته کړه هغه ته په دې شيبوکې دپاکستاني اولس اؤسياسي گوندونودمرستې ضرورت دى.

دقامي اسمبلۍ په ننۍ غونډه کې سوات کې دامنيت په پلوۍ يوپريکړه ليک يا قرارداد هم منظورکړل شو

XS
SM
MD
LG