لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان :دجاسوسي الوتکو بريد کې ٨ کسان وژل وي دي


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو لخوا بريد ترسره شوى چې له امله يې لږ ترلږه ٨ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير ژوبل نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې امريکايي جاسوسي الوتکو دغه بريد دجنوبي وزيرستان په شوال سره خاوره سيمه کې په يو شکمن کور ترسره کړى دى.
سرچينې وايي جاسوسي الوتکو په دغه کور د٥ؤ ميزائيلونو دداغلو هڅه وکړه خو په بريد کې دوه ميزائيلونه په دغه کور لگيدلي اؤ ٣ نور په شاوخوا سيمو کې غورځيدلي دي.
يو بهرني خبري اژانس دپاکستان دامنيتي چارواکو له خلې ادعا کړې ده چې وژل شوي ټول تندلاري وؤ اؤ په نخښه کړل شوى کور به تندلارو دخپلې ځالې په توگه کارولو.
دپاکستان په خاوره دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا ترسره شوى دغه ١٦م بريد گڼل کيږي.
پاکستاني چارواکي وخت ناوخته له امريکا څخه دهغوي په خاوره کې دموجودو تندلارو په ضد عملياتو لپاره دجاسوسي الوتکو غوښتنه کوي خو امريکايي چارواکو تر دې دمه دپاکستان دغې غوښتنې ته ډاگيز ځواب نۀ دى وئيلى.
دپاکستان په خاوره دامريکايي جاسوسي الوتکو دغه بريدونه په داسې حال کې ترسره شوى چې دصوبه سرحد په بيلا بيلو سيمو، سوات، بونير اؤ دير کې دپاکستان امنيتي ځواکونو پخپله هم دتندلارو پرضد چټک عمليات پيل کړي چې پکې پوځ دشلگونو جنگيالو دوژلو اؤ دهغوي دځالو دله مينځه وړلو ادعا کوي.
جنوبي وزيرستان دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود مرکز گڼل کيږي

XS
SM
MD
LG