لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اداریه :  د بیت الله محسود په اړه د امریکې حکومت نظر


بیت الله محسود په 2008 م کال کې د اسلام اباد په میریټ هوټل کې د بمي حملې لپاره حکومت ته پکار دی. بیت الله محسود 37 کلن پاکستانی دی.
داسې باور کېږي چې دی په جنوبي وزیرستان کې پټ شوی دی.
بیت الله محسود په قد نزدې یونیم میټر دی.
وزن یې نزدې نهه اویا کلو دی. ویښته ، سترگې او د گېرې ویښته یې هم تور دي ,او د خلیفه په نوم پیژندل کېږي. بیت الله محسود په جنوبي وزیرستان کې القاعده ته تر بل هرچا زیات اسنتیاوې ورکوي.
پاکستاني چارواکي باور کوي چې د 2008م کال د سېټمبر په میاشت کې په میریټ هوټل کې ځان وژونکې برید بېت الله محسود ته وفادارو جنگیالو کړې وه.
د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیربوټو او یو شمېر بې گناه خلکو په وژنه کې هم بېت الله محسود لاس لري. نوموړي په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو پرضد حملې کړي دي.
او په امریکا یې هم د حملو کولو نیت ښکار کړی دی. د انصاف لپاره د انعام په نوم پروگرام د بېت الله محسود نیولو یا محاکمه کولو په اړه د معلوماتو ورکولو په لړ کې د پنځه ملینو ډالرو ورکولو اعلان کړی دی.
امریکا وایي په دغه هکله ټول رپوټونه به څېړل کیږي.
او د معلوماتو ورکونکو شناخت به پټ ساتل کېږي. او که مناسب وه نو امریکا کولې شي چې معلومات ورکونکي کوم بل ځایې کې خوندي کړي.
که تاسو ددې تن په اړه معلومات لرۍ نو په سیمه کې د امریکې نزدې سفرت پرې خبر کړی.
دغه معلوماتو ورکولو لپاره دا وبپانړه یادې ساتۍ. www.rewardforjustice.net

او یا RFJ@state.gov ته ایمیل وکړۍ


XS
SM
MD
LG