لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاس اينجلس ټائمز: پاکستان اؤ امريکا په گډه جاسوسي الوتکې کاروي


امريکايي چارواکي وايي دپاکستان په خاوره دامريکايي جاسوسي الوتکو بريدونه دپاکستان په ملاتړ ترسره کيږي اؤ واشنگټن پاکستان ته دتندلارو په ضد دجاسوسي الوتکو څخه دبريدونو ازادي ورکړې ده خو پاکستان ددغسې کولو څخه ډډه کوي.
امريکا دگډو عملياتو دنوې منصوبې لاندې پاکستاني چارواکو ته دجاسوسي الوتکو دبريدونو دهدفونو، دالوتنې دلارو اؤ پريکړو واک ورکړى دى.
په پاکستان کې داسلامي تندلارو لټولو کې به دغه نوى پلان پراخه رول ولوبولى شي.
امريکايي ورځپاڼې لاس اينجلس ټائمز پخپل راپور کې ويلي دي دامريکايي چارواکو لخوا دجاسوسي الوتکو بريدونو دهدفونو دواک دورکړې باوجود پاکستان پخپلووگړو دميزائيلونو داغلو څخه يو څه ډډه کوي اؤ په واشنگټن کې دپاکستان سفير حسين حقاني وينا ده پاکستان دالقاعده دله مينځه وړلو لپاره کلک گامونه اخلي.
ورځپاڼه ليکي امريکايي چارواکو ادعا کړې ده چې په پاک افغان سرحدي سيمو کې دجاسوسي الوتکو واک پاکستان ته دورکولو مقصد ددواړو هيوادونو ترمينځ دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې باور سيوا کول دي.
دتندلارو په ضد داسلام اباد اؤ واشنگټن ترمينځه دغه نوى پلان روانه اوونۍ کې دپاکستان دتوان اؤ دتندلارو کمزوري کولو په غرض دپاکستان ارادو کې دمضبوطتيا راوستو کولو لپاره پيل کړل شوى دى.
ورځپاڼه وايي دپاکستان په خاوره دجاسوسي الوتکو دغه بريدونه دافغانستان جلال اباد ښار څخه دپاکستاني پوځي چارواکو په ملاتړ کولى شي
امريکايي چارواکي وايي جاسوسي الوتکو هدفونه اؤ دبريد وخت پاکستاني چارواکي ټا کي خو پاکستان په اوسني وضعيت کې دصوبه سرحد سوات سيمه کې دميزائيلونو داغلو څخه انکار کړى دى چې ترې په ډاگه کيږي دپاکستان حکومت پخپلو وگړو ميزائيلونه داغل نۀ غواړي.
بل لوري ته په واشنگټن کې دپاکستان سفير حسين حقاني ورځپاڼې سره دمرکې په مهال ويلي دي پاکستان دالقاعده اؤ نورو ترهه گرو ډلو دله مينځه وړلو لپاره کوټلي گامونه اخلي اؤ دهيواد خپلواکي پځايې ساتلو سره دامريکايي تيکنالوجۍ څخه گټه ترلاسه کول غواړو.
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري امريکا ته دخپل اوسني سفر په مهال هم له امريکا څخه پخپله خاوره دتندلارو په ضد دجاسوسي الوتکو غوښتنه کړې وه اؤ ويلي يې وؤ کۀ ورته جاسوسي الوتکې ورکړل شي نو دترهه گرۍ په ضد جنگ کې زياتې لاسته راوړنې يقينى کيدلى شي.
پاکستان پخپله خاوره دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په تندلارو ترسره کيدونکي بريدونه دخپل واک نظرانداز کيدل گڼي خو امريکايي چارواکو له وړاندې څخه په ډاگه کړې ده چې ترهه گردپاکستان په گډون دنړۍ په هر گټ کې وي له مينځه به وړلى شي.
دپاکستان دننه دتندلارو په ضد دجاسوسي الوتکو بريدونو کې چټکتيا راغلې ده اؤ تيره ورځ هم په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو په يو کور ميزائيل داغلي وؤ چې پکې د٨ؤ کسانو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG