لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلانى : دملاکنډ  په اړه ټول گونديز کانفرنس رابللى دى


د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني دسوات، بونير اؤ کوز دير دوضعيت څيړلو دپاره دگل په ورځ ټول گونديز کانفرنس رابللى دى اؤ هم به دپاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني سبا پارلماني مشرانو ته دملاکنډ دپوځي عملياتو په هکله احوال تيروي.
دپارلماني چارو مرکزي وزير ډاکټر بابراعوان قامي اسمبلۍ ته ويلي دي صدراعظم دغه ټول گونديز کانفرنس دپارلماني مشرانو په غوښتنه رابللى چې پکې به دپارلمان دننه اؤ بهر دټولو گوندونو مشرانو ته دگډون بلنه ورکولى شي.
بل لوري ته صدراعظم يوسف رضا گيلاني قومي اسمبلۍ کې دوينا په مهال ويلي دي په سوات کې پوځي عمليات له دې امله پيل کړل شوي چې دغلته جنگيالي دقانون مخې ته اودريدلي وؤ.
هغۀ وويل جنگيالو داولسي استازو حيثيت چيلنج کولو اؤ دگواښونو څخه يې داسې څرگنديدله چې هغوي قانون نۀ مني.
صدراعظم وويل دسوات اؤ نورو سيمو څخه کډې کوونکي دهيواد دسباؤن دپاره قربانۍ ورکوي اؤ حکومت به دهغوي بشپړ خيال ساتي.
هغه وويل دمردان په دولسو کيمپونو کې کډوالو ته بريښنا تيره کړل شوې ده اؤ حکومت هڅه کوي هغوي ته اسانتياوې دخيمو دننه ورکړي.
دملاکنډ دپوځي عملياتو په هکله دصدراعظم لخوا دټول گونديز کانفرنس رابللو گام دصوبه سرحد واکمن گوند عوامي نيشنل پارټۍ ستائيلى اؤ وايي ټول قام ته به دياغيتوب عمل په گډه له مينځه وړل اؤ دپوځ ملگرتيا کول وي.
ډيوه راډيو سره په خبرو کې دعوامي نيشنل گوند وياند سناتور زاهد خان وويل گوند يې دلمړۍ ورځې څخه غوښتنه لرله چې ټول گوندونه بايد دترهه گرۍ په ضد په يوه ليکه اودريږي.
دهغه وينا وه هم په دغه لړ کې عوامي نيشنل گوند دټولو سياسي اؤ مذهبي گوندونو سره له مشورې وروستو دسوات دامن تړون ترسره کړى ؤ خو کله چې پوهه شو چې دطالبانو مقصدونه نور دي نو بيا مو دټول گونديز کانفرنس غوښتنه وکړه.
سناتور زاهد خان وويل مونږ دهر رقم فشار باوجود دامن تړون کړى ؤ خو جنگيالو نۀ غوښتل دغه سيمه کې امن راشي.
دهغه وينا وه اوس چې په سيمه کې دتندلارو په ضد پوځ عمليات پيل کړي نو دغه عمليات بايد دنتيجو لاس ته راوړلو پورې دوامداره وساتلى شي ځکه چې عمليات هره ورځ نۀ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG