لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هالبروک : افغانستان ته زیات پوځیان لېږل پاکستان کې وضعه خرابولې شي


دسويلي اسيا لپاره د امريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک انديښنه ښودلې چې په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو په شميره کې دزياتوالي راوستلو له امله القاعده اؤ طالب جنگيالي گاونډي هيواد پاکستان ته ننوتلى شي
هالبروک وايي واشنگټن ددغه ممکنه وضعيت مقابلې لپاره اسلام اباد سره په تماس کې دى.
دامريکايي سناء دبهرنيواړيکو دکميټې دغونډې په مهال دډيموکراټيک سناتور رس فين گولډ پوښتنې ته دځواب ويلو په مهال ښاغلي هالبروک وويل په جنوبي افغانستان کې دنورو ٢١ؤ زرو امريکايي پوځيانو دگمارنې له امله به دپاکستان په وضعيت بدې اغيزې وشي.
هغۀ وويل په افغانستان کې دنورو امريکايي پوځيانو گمارل دسيمې ثبات لپاره چيلنج جوړيدلى شي.
ځانگړي استازي وويل په نوې افغان تگلارې دبيا نظر اچونې په مهال نۀ يواځې ما بلکې نورو چارواکو هم دغه ستونزه په گوته کړې وه.
هغۀ وويل دامريکايي پوځ مشر جنرال ډيوډ پيټرياس دپاکستان پوځ سره په بشپړ تماس کې دى چې دغه شان هغوي له وړاندې څخه چمتو کړل شي.
هغۀ وويل هيله کوي پاکستان به په لويديزو پولو دخپلو پوځيانو گمارنې ته چمتو شي اؤ په دې لړ کې مونږ دمليشه ځواکونو دروزنې په گډون هر رقم مرستې ته تيار يو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG