لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايډمل مولن:پاکستان سره د جاسوسي الوتکو معلومات شریکوو خو گډ کنټرول نه لرو


د امريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن ويلي دي امريکا پاکستان ته دجاسوسي الوتکو څخه ترلاسه شوي استخباراتي معلومات ورکړي دي.
دامريکا سناء ديوې کميټې په وړاندې داوريدنې په مهال تيره ورځ په امريکايي ورځپاڼو کې دخبرو شوؤ راپورونو دترديد کولو په ترڅ کې نوموړي وويل امريکا پاکستان ته دامريکايي پوځ لخوا دکنټرولونکو جاسوسي الوتکو له لارې اخستل شوي عکسونه ورکړي دي خو پاکستان پخپله ددغه عکسونو غوښتنه نۀ وه کړې.
ايډمرل مولن زياته کړه نۀ يواځې دپاکستان حکومت بلکې ددغه هيواد استخباراتي شبکې ايي ايس ايي ته هم پکار دي چې پخپله کړنلاره کې بدلون راولي.
هغۀ وويل ددې لاره دا ده چې پاکستاني مشرتابۀ ته باور ورکړل شي چې امريکا به په سيمه کې تندلارو ته ماتې ورکولو لپاره تر ډيره وخته پاتې شي.
نوموړي وويل په امريکايي ورځپاڼو کې دپاکستاني اؤ امريکايي پوځيانو ترمينځ دهمکارۍ په هکله خپارۀ شوي راپورونه سم دي خو دامريکا لخوا پاکستان ته دجاسوسي الوتکو دکنټرول ورکولو خبرونه هيڅ حقيقت نۀ لري.
دامريکايي پوځ مشر وويل دپاکستاني چارواکو لخوا تيره مياشت دبې پيلوټه الوتکو څخه دترلاسه شوؤ استخباراتي معلوماتو دورکړې خواست شوى ؤ چې پوره شوى دى خو دپاکستان لخوا دنورو معلوماتو وينا نۀ ده شوې.
هغۀ زياته کړه دپاکستان لخوا دجاسوسي الوتکو بريدونو دټيکنالوجۍ غوښتنه شوې وه خو امريکا يواځې ترلاسه شوي معلومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG