لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک :دطالبانو سترگې دپاکستان اټومي وسلو ته دي


دپاکستان دکورنيوچارو وزيررحمان ملک وايي دطالبانوسترگې دپاکستان دایټمی وسلوپه لوري دي خوحکومت به د وروستي طالب ترختميدلودهغوئ په ضد پوځي عملياتوته دوام ورکوي.

داتوارپه ورځ په مردان کې دبې کوره شوؤخلکودکيمپونوڅخه لۀ ليدنې وروستومطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي ملک وويل پوځ په بونيراؤديرکې واک ترلاسه کړى دى اؤدهغه سيموبې کوره شوې کورنۍ خپلوکورونوته بيرته ستنيدلى شي.

دنوموړي وينا وه په سوات کې دخوازه خيلې پورې سيمه دطالبانو څخه پاکه کړل شوې ده اؤ خوازه خيلې ته بيرته ستنيدونکو ته به دتگ ويړيا وسيلې ورکولى شي.

رحمان ملک وويل ورانکاري غواړي پاکستان مات کړي.

هغه وويل حکومت په پراخه سينه سوات کې دامن تړون کړى ؤ خو دمولانا صوفې محمد ځامنو پخپله جنگ کې برخه درلوده.

دکورنيو چارو دوزير وينا وه طالبانو پنځو نه تر ٢٥ؤ لکو روپو باندې دغريبو کورنيو څخه دځانمرگي بريدونو دپاره ځلمي په بيعه اخستي اؤ کوم معصوم ماشومان چې په لاس نۀ دي ورغلي نو هغوي ته يې په مائنونو سزا ورکړه.

ښاغلي ملک زياته کړه چرته چې اړتيا وليدل شي پوځ به هلته دتندلارو په ضد عمليات کوي.

دسوات دعملياتو په هکله هغه وويل په دغه سيمه کې دتندلارو ټول کيمپونه تباه کړل شوي دي اؤ کۀ طالبان وسله وغورځوي نو حکومت ورسره خبرو ته تيار دى. هغه وویل سوات عملیاتو کې تر داوخت تر زرو پوري جنگیالي وژل شوي دي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې رحمان ملک وويل کۀ پاکستان اېټم بم جوړولى شي نو دهغې په خوندي کولو هم پوهيږي.

نوموړي وويل دطالبانو په ضد ټول قام يو موټى دى اؤ حکومت به په هيڅ صورت کې طالبانو ته مهلت نۀ ورکوي.

هغه وويل دپاکستان پوځيان په مړانې سره پرمختگ کوي اؤ دتندلارو په ضد عمليات دوخت مهمه غوښتنه ده.

نوموړي وويل تندلارو ته تربيه دپاکستان دښمنانو ورکړې ده اؤ دغه جنگيالي بايد ووايي چې وسله ورته دکوم ځايې څخه ورکړل کيږي.

دکورنيو چارو وزير وويل جنگيالي دځان سره هاغه عصري وسلې لري چې دپاکستاني پوځيانو سره هم نشته.

هغه وويل حکومت ژمنه کړى ده چې دتندلارو اؤ جنگيالو نوغى به وباسي.

دپاکستان دکورنيو چارو وزير دتندلارو په ضد عملياتو ته ددوام ورکولو دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې دملاکنډ دپوځي عملياتو له امله دصوبه سرحد دپلازمينې پيښور په شمول دبيلا بيلو سيمو وگړي دطالبيت په وده سخت انديښمن دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG