لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان پوځ واې سوات کې عملیاتو د تړلووخت نشي ښودل کیدی


د پاکستان پوځ ویلي دي چي په سوات کې جنگیالو پر ضد عملیات د پلان سره سم روان دي او په تیرو ٢۴ ساعتو کې په بیلابیلو سیمو کې ٢٧ جنگیالي او درې عسکر وژل شوي دي او ١٧ نور عسکر ژوبل شوي هم دي.

د پوځ ویاند میجرجنرل اطهر عباس ووايي په عملیاتو کې د جنگیالو درې ځاې مشران هم وژل شوي دي چې هغه يي نومونه اکاشا، ملنگا او ریاض وو ښودل.

د گل پو ورځ وائیس آف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې اطهر عباس وویل چې دا وخت عملیات په کانجو، پیوچار، تخته بند او مټه سیمو کې دوام لري.

ددي تپوس په ځواب کې چې سوات کې عملیات به په څومره وخت کې پاې ته ورسولی شي، نو اطهر عباس وویل دا وخت عملیات په لومړي پړاونوکې دي او د ختمیدلو وخت دا محال ښودل به يي گرانه وي.

ددې پوښني په ځواب کې چې امنیتي او حکومتي چارواکو خو تیر کال هم په سوات کې د عملیاتو ورسته ادعا کړي وه چې د سیمې نه جنگیالي لمنځه وړلی شوي دي، اطهر عباس وویل تیر کال په نومبر کې د ټول ټاکنو او بیا د حکومت او طالبانو تر منځ د معاهدې په وجه په پیوچار کې عملیات سر ته نه وو رسولی شوي. هغه زیاته کړه چې بیا هم د سوات وادي د جنگیالو نه پاکه کړی شوي وه.

هغه وویل چې دا وار به دغه سیمي نه جنگیالي لمنځه وړلي کیږي او پوځ به تر هغه وخت پوري هلته پرځاې وي ترڅو چې امنیت په مکمل توگه خوندي شوی نه وي او اولس ته دا اطمینان نوي ورکړی شوی چې ددوې تحفظ یقیني دی.

په سوات کې د بې امنۍ له امله ځاې صحافیانو او حکومتی چارواکی زیاتره د سیمې نه بهر تلي دي د څه په وجه چې د پوځ لخواد وړاندې کړی شوي معلوماتوپه ازاده توگه پخلی اکثره ممکن نوي. د سوات جنگیالې د پوځ د عملیاتو په اړه خبرې ردوي.

XS
SM
MD
LG