لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکي استخباراتي ادارې مشر واې د بې پائلټه الوتکو بریدونه موثره دې


د امریکي استخباراتي ادارې سي اي ای مشر لیون پنیټه ویلي دي چې د پاکستان په قبائیلي سیمو کې د بې پا ئلټه الوتکو بریدونه ډیر موثره دي او دا به دوام لري.

لاس اینجلس ښار کې د نړي والې څیړني ادارې پیسفیک کونسل آن انټرنیشنل پالیسي کې وینا کې لیون پنیټه وویل چې د القاعده تنظیم پر ضد جگړه د سي اي ای لپاره تر ټولو لومړۍ ترجیح ده. په فرورۍ کې د سي اي ای مشر جوړيدو ورسته د پینیټه دا لومړۍ څرگندونې وې.

په پاکستان کې د بې پائلټه الوتکو بریدونو په حلکله لیون پنیټه وویل چې دا ډیر موثره دي او ملکې خلکو ته ترې لږ زیان رسیږي.

د پاکستان حکومتي چارواکي واې دغه قسم بریدونه د پاکستان خپلواکۍ سرغړونه ده او باید چې ودرولی شي.

په اسلام آباد کې د پاکستان پوځ پخوانی جنرال او د امنیتي چارو څیړونکی طلعت مسعود واې که چري امریکې په یواړخیزه توگه دغه ډول بریدونو ته دوام ورکړو نو د پاکستان جمهوري حکومت لپاره به سیاسي مشکلات رامنځته کړي او دا ورته گرانه کړي چې وولس په دي قانع کړي چې د ترهگرۍ پرضد جگړه ددوي خپل جنگ دی.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه، لیون پنیټه وویل چې هغه دا نه گنړي چې د بې پائلټه الوتکو د لارې د بریدونو پالیسۍ یا تگ لاره کې به کوم ځنډ راوستیلی شي. هغه وویل چې هغه باورلري په سیمه کې د القاعده عملیات تباه کولو او تهس نهس کولو کې د هغوي هسې کامیابۍ تر لاسه کړې دي او دغه هسو ته به دوام ورکړی کیږي.

XS
SM
MD
LG