لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ وايي دير کې يې تر اوسه ٢٠٠ جنگيالي وژلي دي


د تيمرگرې چاوڼۍ کې ميډيا سره دخبرو په مهال دکوز ديرپه ميدان سيمه کې دتندلارو په ضد دپيل کړل شوؤ پوځي عملياتو مشر بريگيډئير عمل زاده وويل په کوز دير کې تر دې مهاله له ٢٠٠ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي دي.
نوموړي وويل عملياتو کې ١٤ پوځيان وژل شوي اؤ٣٠ نور ژوبل شوي دي.
بريگيډئير عمل زاده وويل په ميدان کې دتندلارو په ضد عمليات په کاميابۍ سره روان دي اؤ امنيتي ځواکونو دسيمې کنټرول ترلاسه کړى دى.
سرچينې وايي دسوات په مټې تحصيل اؤ پيوچار کې امنيتي ځواکونو پښې مضبوطې کړي دي اؤ په قمبر کې دتندلارو په ځالو جنگي الوتکو بمباري کړې ده چې پکې گڼ شمير تندلاري وژل شوي دي.
په مينگوره، تخته بند، بلوگرام، کوزه بانډۍ کې هم دتندلارو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ سختې نښتې روانې دي اؤ امنيتي ځواکونو مينگورې اؤ شاوخوا سيمو ته پرمختگ پيل کړى دى.
همدغه راز دبونير په سلطان وس سيمه کې دگوله بارۍ له امله دتندلارو گڼ شمير ځالې له مينځه تللي دي.
اخوا دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان د قبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ په محمد گټ سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو گاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه شوې ده چې له امله يې يو عسکر وژل شوى دى.
سرچينې وايي امنيتي ځواکونو له چاؤدنې سم لاسي وروسته ځوابي ډزې پيل کړې چې له امله يې دوه تنه وژل شوي دي.
همدغه راز دباجوړ ايجنسۍ په اتمان خيل تحصيل کې پر عليزيي امنيتي پوسته درې تاجک تندلاري نيول شوي چې سوات ته دتللو هڅه يې کوله.


Keywords: Dir, timargar, operation, army, NWFP, pakistan

XS
SM
MD
LG