لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مرکزي کابينه :  د طالب جنگیالو پرضد اپریشن به جاري وي


د پاکستان مرکزي کابينې په سوات کې دتندلارو دله مينځۀ وړلو پورې دپوځي عملياتو دوامداره ساتلو منظوري ورکړې ده اؤ پوځ په دغو عملياتو تسله ښکاره کړې ده.
دکابينې غونډه دشورو په ورځ دپاکستان دصدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په مشرۍ اسلام اباد کې وشوه
غونډې ته په سوات کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو په هکله حال احوال تير کړل شو.
دصدراعظم په مشرۍ کابينې په سوات ، بونير اؤ کوز دير کې په روانو عملياتو کې وژل شوؤ عسکرو ته پيرزوئينې وړاندې کړې اؤ پريکړه يې وکړه چې دتندلارو تر ختمولو به عمليات دوام ولري.
سرچينې وايي په غونډه کې دسيمې اوسيدونکو ته داوښتو زيانونو هم جاج واخستل شو اؤ پريکړه وشوه چې حکومت به دبې کوره شوؤ کډوالو سره په بيا بحالۍ کې کوټلې مرسته کوي.
اخوا نن په پينډۍ کې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په مشرۍ هم دلوړې کچې يوه پوځي غونډه شوې ده چې پکې سوات اؤدصوبه سرحد نورو سيمو کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو اؤ دجنگ ځپلو خلکو دپالنې اؤ ساتنې دچارو جاج واخستل شو.
غونډه کې جنرال اشفاق پرويز کياني عملياتو کې تراوسه شوى پرمختگ اؤ دپوځيانو لوړ مورال وستائيلو اؤ ټينگار يې وکړو چې دبې کوره شوؤ خلکو سره دې زر تر زره هر رقم مرسته وکړل شي.


keywords: Pakistan, cabinet, operation, swat, Islamabad, Taliban, military

XS
SM
MD
LG