لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باراک اوباما : امریکا دې د اېټمي وسلود مخنیوي د هڅو مشریي ووکړي


د امریکې جمهوررئیس باراک اوباما ویلي په داسې حال کې چې ایران او شما لي کوریا د ایټمي وسلو جوړولو هڅو کې بوخت دي امریکا دی باید د ایټمي وسلو مخنیوي هسو مشري ووکړي.

هغه وویل چې امریکا دې د روس او نړۍ د نوروهیوادونو سره په گډه کار وکړي چې هم ددې لارې د ایټمي وسلو خطر کم او بالاخر لمنځه یوړل شي.

جمهوررئیس باراک اوبامه د نهي په ورځ د اېټمي وسلو خپریدو مخنیوي په لړ کې د امریکا پخواني خارجه وزیرانو جارج شلز، هنري کسنجر، پخواني دفاع وزیر ویلیم پیري او د سینیټ د عسکري چارو کمیټۍ پخواني مشر سیم سن سره خبرې اترې کولې.

باراک اوباما وویل چې د ایټمي وسلو مخنیوي معاهده این پي ټي دې بیا راژوندۍ کړی شي او په ایټمي آزماینو باندی د پابندۍ معاهده سي ټي بي ټي باندې دې نور کاراوکړ‏ی شي چې دا گټه وره کړی شي او داسې گامونه دې پورته کړی شي چې ایټمي وسلې د ترهگرو لاسو ته وونه غورځیږي.

د رپورټونونه داسې ښکاریده چې د نهي په ورځ د ایټمې وسلو خپریدلو په حکله وینا کې جمهوررئیس باراک اوبامه د پاکستان په اړه څه وو نه ویل، خو په دي ورستۍ ورځو کې امریکاې چارواکو په پاکستان کې د خرابیدونکي وضیعت په ترڅ کې د هیواد ایټمي وسلو حفاظت په اړه اندیښني څرگندي کړې دي چي چرې د تندلارو لاسو ته ور نه شي.

د پاکستان حکومت واې ایټمي وسله تون حفاظت يي خوندي دی.

تیره هفته د امریکا یو جگپوړي عسکري چارواکي ایډمرل مائک مولن د امریکي کانگرس کې د یو تپوس په ځواب کې وویل چې داسی شواهد وجود شته چې ښاې پاکستان ایټمي وسلو زیاتولو کې بوخت دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG