لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د مرستو لومړی جهاز اسلام اباد ته رسیدلی دی


د امریکا لخوا د پاکستان صوبه سرحد بې کوره شوو خلکو لپاره د اعلان کړل شوي امداد لومړۍ برخه دپاکستان چکلاله هوایي ډگر ته رسېدلی ده.
د امریکایي حکومت لخوا د ملاکنډ ډویژن سوات، بونیر، او دیر نه بې کوره شوو خلکو لپاره ورکړل شوي سامان کې د بنیادي استعمال څیزونه او خېمې شامل دي.
په نن رسیدونکي سامان کې ایرکنډیشنډ خیمې او یو لاکه شل زره د حلال خوراک پیکټې شامل دي.
په پاکستان کې د امریکې سفیرې مبرمن این ډبلیو پېټرسن دغه سامان د بې کوره شوو خلکو لپاره ټاکل شوي مشر جنرال ندیم احمد ته وسپارلو.
مېرمن پېټرسن سره په دغه وخت د امریکې سفارت پوځي افسر ایډمرل مائیکل لېفیورم هم موجود وو.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن پرون په واشنگټن کې د پاکستان ضوبه سرحد بې کوره شوو خلکو سره مرستو لپاره د ١١٠ ملینو ډالرو امداد اعلان کړی وو.





Keywords: United states, nwfp, pakistan, aid, IDPs, anne, w, patterson

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG