لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا په مرستو په اوچ کې لرغوني اثار خوندي کړل شول


پاکستان کې د امریکا سفیرې میرمن این ډبلیو پېټرسن په اوچ شریف حضرت جلال الدین بخاري مزار ته سفر په وخت ویلي پاکستان کې نړیوالی لرغوني اثارو محفوظ ساتل ضروري دي.
د امریکې د سفارت لخوا د لرغونو اثارو د خوندي ساتلو لپاره د یوې پروژی ترمخه په اوچ شریف کې جلال الدین بخاري د مزار محفوظ کولو کار پایې ته رسېدلی دی.
د امریکایي سفېرې د ثقافتي حفاظت فنډ نه په کال ٢٠٠٧م کې د مزار خوندي ساتلو لپاره 50 زرو ډالرو سره کار پېل کړل شوی وو.
د حضرت جلال الدین بخاري مزار د پنجاب ایالت په بهاولپور ښار نه ٧٥ کلومیټر لاری اوچ په ښارگوټی کې دی. امریکایي سفیری مېرمن پټرسن د مزار ته سفر په وخت وویل د ١٥مې پېړی د ودانی خوندي ساتل نه یوازی د زرهاو عقیدتمندو لپاره چې هر یوکال د عرس په موقعه دغلته رغونډیږي بلکې د راتلونکي نسلونو لپاره هم ډیر ضروری دی.
د حضرت جلال الدین مزار نه علاوه د امریکې سفارت په پاکستان کي داسي نورو پروژو لپاره هم امداد ورکړی دی چي پکي ،ټیکسلا سرکپ سائټ او د جنان ولي ډهیری، د پښاور مهابت خان جومات او گورکټري،د لاهور مان سنگ حویلي ، د شاهي قلعې عالمگیري دروازه، روهتاس قلعه او د لاهور وزير خان جومات هم شامل دی. امريکي کانگرس په کال ٢٠٠١م کي د ثقافتي اثارو ساتني لپاره ېو فنډ جوړ کړو.د فنډ تر مخه تر اوسه پوري په ټوله نړۍ کي د پنځه سوه پوري پروژو امداد شوي دي چي خرڅ ئي ېو کروړ ٣۴ لکه ډالره دی.


keyword:Pakistan, united states, uch, sharif, shrine, preservation, heritage, Bahawalpur
XS
SM
MD
LG