لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اداریه :  امریکا پاکستان سره د مرستو په وعده ولاړه ده


امریکا د پاکستان خلکو او منتخب شوي حکومت سره د مرستو په وعده ولاړه ده. ځکه چې دوي په پاکستان کې د امنیت پر ځایې کولو لپاره په جگړه کې بوخت دي.
د امریکا د بهرینو چارو وزیرې مېرمن هیلري کلنټن وایي د طالبانو بغاوت د هېواد مسقبل لاره گواښ دی. او یوه لویه بشري شخړه یې رامنځ ته کړی ده.
د امریکې خلک د بې کوره شوو خلکو په حال خفه دي. او په روغه سټه د دوي خپلو کورنو ته ستېندو پورې ورسره مرستو کولو لپاره ژمن دي.
نزدې دوه ملینه خلک بې کوره شوي دي د پاکستان حکومت پوځ او خېرښېگړې ادارې بې کوره شوو خلکو سره مرستې کوي.
د پاکستان سره د مرستو په لړ کې مېرمن کلنټن د سلو ملینو ډالرو نه د زیارت بشری امداد کولو اعلان وکړو.
دا پسېی د هغو شپیتو ملینو ډالرو نه علاوه دي چې امریکا یې د جگړه ځپلو خلکو لپاره د تیر اگست راسې ورکړي دي.
مېرمن کلنټن ویلي باور لري چې د نړۍ او د امریکې د امنیت لپاره دا ضروري دي او دا چې که حالات وغواړي نو نورو مرستو ته هم تیار یو.
د امریکې د کمکونو د ادارې ډلی او د سفرت خلک د وضعې نه ځان خبروي او د پاکستان او ملگرو ملتونو سره په گډه کار کوي.
دوي د پناه، خوړه صحت، ټرانسپورټ او پاکۍ په شان د نورو پوتو په اړه جاج اخلی . د امریکې مرستې د مخکښ نه پاکستان ته رسیدلي دي.
د امریکې د نړیوالې پرمختیا ادارې یوایس ایډ د بهرنیو ناورینونو په وخت د مرستو کولو څانگې د ضروري توکو 35 بستې، پنځه زره خېمې، ایف ایم ریډیو گان او د ابو او بجلۍ لپاره جنریټرې ورکړي دي.
د امریکې پوځ د ابو ټرکونه، تیاره حلاله غوښه او لویې خېمې ورکوي. د امریکې د مرستو د گټې زیاتوالي لپاره د امرکې لخوا او د خوراکي مدد په لړ کې هم د پاکستان غله په ځایي بازارونو کې اخستل کېږي چې دغه شان په پاکستان کې دغنمو ښه فصل نه گټه واخلي.
امریکا امید کوي چې د زر روزگار پروگرامونه به هم جوړوي او دغه رنگ پاکستانیان د ځپل شوو خلکو سره مدد وکړي.
مېرمن کلنټن وایي ترڅو چې دغه شخړه روانه وي تر هغې به مرستې هم روانې وي.
مونږ یو گډ گواښ، گډ چیلنج او گډ کار لرو.
هغه زیاتوي دا کار سخت دی خو د تندلارۍ د چېنج ختمولو لپاره د پاکستان حکومت پوځ او خلکو لخوا یې په دې ورستیو اونیو کې ډیر ښه عزم لیدلی دی.
د پاکستان خلک او حکومت په دی پوهیږي چې ددوي ډیموکراسۍ ته تندلارو خطر رامنځ ته کړی او ځواب یې حکومت ورکوي.

XS
SM
MD
LG