لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال جيفرى : له افغانستان څخه ترهه گر سوات ته ځي


په ختيځ افغانستان کې دامريکايي پوځ مشر جنرال جيفر ى شلوئزر ويلي دي دافغانستان څخه د تندلارو يوه منظمه ډله پاکستان ته وراوړيدلې ده.
دافغانستان په پلازمينه کابل کې يوې امريکايي خبري ادارې سره مرکه کې جنرال جيفرى شلوئزر وويل کۀ پاکستان ته ننوتونکي دغه ترهه گر طالبانو سره ملگري شي نو دپاکستان پوځ به دعملياتو په وخت دسخت مقاومت سره مخ شي.
جنرال جيفرى وايي دغه طالبان په سوات اؤ نورو سيمو کې په روانه جگړه کې دبرخې لپاره پاکستان ته ننوتلى شي.
نوموړيل انديښنه ښودلې ده چې له افغانستان څخه ترهه گرو په دپاکستان دصوبه سرحد په ملاکنډ سيمه کې دتندلارو په ضد روانه جگړه کې دپوځ په ضد جگړې لپاره له پولې څخه اخوا وراوړيدلي دي.
هغه ويلي دي په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو په شميره کې دزياتوالى هم دترهه گرو پاکستان ته دتگ راتگ يو لامل کيدلى شي.
هغه وويل دپاکستان پوځ ته هم ددې خبرې اندازه ده چې ترهه گر دفشار له امله دجنوبي افغانستان څخه نورو ځائيونو ته تللى شي.
بل لوري ته دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس وايي په افغانستان کې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن تړون امکان ډير کم دى.
امريکايي ټي وي سره په يوه مرکه کې نوموړي وويل ترڅو چې تندلاري دجنگ په ميدان کې په کاميابۍ سره خپل فعاليتونه پرمخ وړي تر هغې دطالب مشرانو مصلحت ته دچمتو کيدو امکانات ډير کم دي.


keywords :General, Afghanistan, pakistan, swat, nato


XS
SM
MD
LG