لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي کوريا اټومي ازموئنه کړې ده


شمالي کوريا اعلان کړى دى چې دگل په ورځ يې دځمکې لاندې داټومي بم اؤ د بيلسټک ميزائيل بريالۍ ازموئينې کړي دي
دامريکا اؤ اروپايي اتحاديې په گډون دنړيوالې ورورولۍ له اړخه په دغو ازموئنو دانديښنه څرگندونه شوې ده.
دامريکا جمهوررئيس براک اوباما له واشنگټن څخه په جاري کړل شوي خپل يو بيان کې په دغه ازموئنه د سملاسي غبرگون څرگندولو په ترڅ کې ويلي دي دشمالي کوريا لخوا د اټوم اؤ ميزائيل ازموئنه دټولو هيوادونو لپاره دانديښنې وړ ده.
هغه وويل دشمالي کوريا دغه گام نيغ په نيغه دنړيوالې ورورولۍ دچيلنج کولو برابر خبره ده اؤ ددې له امله به شمال ختيزې اسياء کې تاؤتريخوالي کې زياتوالى وشي.
جمهوررئيس وايي دشمالي کوريا لخوا داټومي وسلو اؤ بيلسټک توغنديو تياري دنړيوال امن اؤ امنيت لپاره يو گواښ دى.
دشمالي کوريا دخبري ادارې له مخې دغه ازموئنه دملي دفاع نورې مضبوطولو په لوري يو مهم گام دى.
دخبري اژانس له مخې دا ازموئنه د٢٠٠٦م کال داټومي ازموئنې څخه ډيره طاقتوره ده.
په ملگرو ملتونو کې دروس استازي وټالي چرکن له مخې ملگرو ملتونو په دغه نوي وضعيت دغور کولو لپاره د سلامتي کونسل غونډه نن ماښام رابللې ده.
اروپايي اتحاديې ويلي دي دشمالي کوريا په دغه اټومي ازموئنې سخته انديښنه لري.
همدغه راز برټانيې دغه اټومي ازموئنه دملگرو ملتونو دپريکړه ليک څخه په ښکاره سرغړونه گرځولې ده.
دفرانس دبهرنيو چارو وزير هم ددغه ازموئنې غندنه کړې ده.
انډونيزيا ويلي دي ددغه ازموئنې له امله به په سيمه کې تاؤتريخوالى نور هم سيوا شي.
دگاونډي هيواد لخوا داټومي چاؤدنې څخه وروستو دجنوبي کوريا جمهوررئيس هم په سمدستي توگه دامنيت په اړه دلوړې کچې يوه غونډه راغوښتې ده اؤ جاپان ددغه وضعيت جاج اخستو لپاره يوه بيړنۍ کاري ډله جوړه کړې ده.
دجنوبي کوريا له مخې دگل په ورځ دکلجو سره نزدې دځمکې ټالۍ يا جټکه ثبت کړل شوې ده، دا هاغه سيمه ده چرته چې شمالي کوريا په کال ٢٠٠٦ء کې لمړۍ اټومي چاؤدنه کړې وه اؤ دچارواکو له مخې لکه څنگه چې په دغه سيمه کې په تير وخت کې دځمکې لاندې دزلزلې تاريخ نشته ځکه نو قوي امکان دى چې دغه حرکت داټومي چاؤدنې له امله شوى دى.

Keywords: North, Korea, nuclear, missile, south, china, united states
XS
SM
MD
LG