لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي ویاند : دسوات په بيلا بيلو سيمو کې ٢٩ جنگيالي وژل شوي دي


دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانگه يا ايي ايس پي ار وايي دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات په برياليتوب سره روان دي او دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په مهال ٢٩ تندلاري وژل شوي او ١٤ يې نور ژوندي نيولي دي دي.
دپاکستان پوځ تندلارو سره په نښته کې د٦ؤ پوځيانو دوژل کيدو او ١١ دژوبل کيدو پخلى هم کړى دى.
پوځ وايي په مينگوره کې يې پرمختگ پيل کړى دى په کوڅو کې امنيتي ځواکونه دتندلارو سره جگړه کوي او کور په کور دلټونې عمليات پرمخ روان دي.
په مينگوره کې دتندلارو په ضد عمليات وشول چې له امله يې ١٨ تندلاري ووژل شول او ٧ هاغه تندلاري ژوندي نيول شوي چې غوښتل يې پيوست ضلعې بونير ته لاړ شي.
دملاکنډ، قمبر او مينگورې لويه لاره پرانستل شوې ده.
تندلاري دماتې او اړي گړي سره مخ دي او په هغوي کې زړۀ بداوى خوريږي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وايي دسوات په کبل سيمه کې دا مهال سخته جگړه روانه ده او دکبل په لاره پر دريوؤ کليو پوځ کنټرول ترلاسه کړ ى اؤ دکبل څخه کانجو پورې سړک له تندلارو سره پاک کړل شوى دى.
خوازه خيلې، تخت بايي، گلي باغ اؤ بخشالي سيمو ته خوراکي مواد رسول کيږي.
دسوات کانجو، کبل سړک له تندلارو څخه پاک کړل شوى او دکبل خوندي کولو لپاره خونړۍ جگړه روانه ده.
په دغه سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ جگړه کې ٣ عسکر وژل شوي او ٨ نور ژوبل شوي دي.
همدغه راز په پيوچار سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړي او په مانوډيرۍ کې يې دتندلارو ځالې له مينځه وړي دي.
دغلته هم دډزو په تبادله کې ٣ تندلاري وژل شوي او ٣ نور ژوندي نيول شوي دي.
په شانگله سيمه کې په سمبټ پل دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې ١ عسکر وژل شوى او بل ژوبل شوى دى.
پوځ وايي يوه ٣٠ کسيزه جرگه هم کوز درشخيلې ته دپوځيانو ملاتړ څرگندولو لپاره رسيدلې ده.
بيان زياتوي دبونير په سلو کې نوي برخه له تندلارو څخه پاکه کړل شوې ده خو اوس هم په پيربابا کې موجوديت لري.
دغلته په يوه امنيتي پوسته دلټونې په مهال ٤ تندلاري نيول شوي دي.
دپاکستاني پوځ له مخې تيره شپه له ١٠٠ؤ څخه نيولې ١٢٠ؤ پورې وسله والو جنگيالو په کلپاڼۍ امنيتي پوسته له دريوؤ خواؤ څخه بريد وکړو.
له دې وروستو امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات پيل کړل او تندلارو ته يې زياته مرگ ژوبله ورواړوله.
پوځ وايي دپوستې سره نزدې ٨ مړي ترلاسه شوي او په لږه فاصله کې يو څو نور هم ليدل کيږي.
همدغه راز په دغه بريد کې ٣ؤ عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړو او ديو پوځي مشر په گډون ٣ نور ژوبل شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG