لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ميا افتخار: دطالب مشرانو دسرونو دقيمتونو ټاکلو پريکړه شوې ده


دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ويلي دي صوبايي حکومت دطالب مشرانو دسرونو دنرخ مقررولو پريکړه کړې ده.
دملاکنډ په بټ خيلې سيمه کې خبريالانو سره دخبرو په مهال داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وويل په سيمه کې دترهه گرو دله مينځه وړلو لپاره پوځي عمليات روان دي.
هغه وويل دسيمې څخه دخلکو خوندي سيمو ته تللو لپاره هره ورځ په گرځ بنديز يا کرفيو کې نرمښت راوستل کيږي.
افتخار حسين وويل داولس دځان ومان تحفظ به يقيني کولى شي.
نوموړي وويل داساسي اسانتياوؤ دورکړې څخه وروسته به جنگ ځپلي خپلو کورونو ته واپس کولى شي.
هغه وويل په رنگ مالا امدادي کيمپ کې د١٠٠ؤ بسترو روغتون جوړ کړل شوى دى.
د صوبه سرحد اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دطالب مشرانو دسرونو د قيمت مقررولو دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې زياتره څيړونکي دعوامي نيشنل گوند په حکومت تور لگوي چې طالبانو سره يې دامن دتړون کولو په ترڅ کې هغوي ته دپياوړي کيدو موقع په لاس ورکړې ده.
دعوامي نيشنل گوند مشران نظر لري چې هغوي طالبانو سره دامن تړون په سيمه کې دامنيت دټينگښت له امله کړى ؤ.

XS
SM
MD
LG