لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځي وياند: مينگوره ښار پوځ دخپل واک لاندې راوستى دى


د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس ويلي دي امنيتي ځواکونو دسوات په سرښار مينگوره بشپړ واک ترلاسه کړى دى.
پوځي وياند جنرال اطهر عباس مطبوعاتو ته حال تېرولو په وخت وویل چې په تېرو ٢۴ ساعتو کې ٢٥ جنگیالي وژل شوي دي.ښاغلي عباس وویل پوځ دمينگورې ښار دورانکارو څخه په بشپړ ډول پاک کړى دى اؤ اوس دغلته پوځيانو خپلې پښې پياوړې کړي دي.
دهغه وينا وه پوځ دمينگورې ښار څخه بهر ديو څه مقاومت سره مخ دى
اخوا دصوبه سرحد په کوز دير سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دطالب جنگيالو په ضد پوځي عمليات دوام لري اؤ په دغه عملياتو کې نور ١٠ تندلاري وژل شوي دي.
دسوات ميډيا مرکز له مخې نن دخالي په سحر دسوات دچارباغ سيمې اوسيدونکو ته وينا شوې وه چې دغرمې يوې بجې پورې دغه سيمه خوشې کړي اؤ ځانونه خوندي سيمو ته ورسوي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي دجمعې اؤ خالي په مينځ شپه دکو اؤ بر دير په پوله ييزه سيمه کلپاڼۍ او گل ډيرۍ کې امنيتي ځواکونو دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړې چې پکې ٧ تندلاري وژل شوي دي.
همدغه راز امنيتي ځواکونو دميدان په بيلا بيلو سيمو کې هم بيگاه ټوله شپه په تندلارو گولۍ ورولي دي.
دسرچينو له مخې دميدان په بيلا بيلو سيمو کې هم دپوځي عملياتو په ترڅ کې ٣ جنگيالي وژل شوي او گڼ نور ژوبل شوي دي.
په دغه عملياتو کې دتندلارو يو شمير ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
دپوځي سرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دکوز دير په گمبټ بازار بشپړ واک ترلاسه کړى اؤ دغلته يې خپلې پوستې جوړې کړي دي.
بل لوري ته په ميدان او ادينزو سيمه کې دسحر د٧ؤ بجو څخه دماښام ٦ؤ بجو پورې په گرځ بنديز کې نرمښت راوستل شوى ؤ.
سرچينې وايي په سوات سيمه کې پوځ خپلې هلې ځلې نورې هم سيوا کړي او داسې امکان ليدل کيږي چې دمټې، خوازه خيلې او کبل څخه وروستو به په چارباغ کې هم دجنگيالو په ضد په پراخه کچ عمليات پيل کړل شي.
دا مهال په سوات او ملاکنډ ايجنسيو کې پوځ گرځ بنديز لگولى چې له امله يې ددغو سيمو خلک دخوراکي موادو په گډون دامروزه ژوند داړينو شيانو دسخت کموت سره مخ دي

XS
SM
MD
LG