لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهوررئيس اوباما مصر کې دنړۍ مسلمانانو ته وينا کوي


د سپينې ماڼۍ چارواکي وايي امريکايي جمهوررئيس باراک اوباما به دزيارت په ورځ په مصر کې دامريکا اؤ ټولې نړۍ دمسلمانانو ترمينځ دغوره دټينگښت په هکله يوه ارزښتناکه وينا وکړي.
ښاغلى اوباما به په دغه مهال دامريکا اؤ اسلامي نړۍ ترمينځ داړيکو ښۀ کولو په هکله پخپلو شخصي ژمنو هم رڼا اچوي.
دسپينې ماڼۍ وياند رابرټ گبز تيره ورځ خبريالانو ته دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما دمنځني ختيز اؤ اروپا دراتلونکي سفر په هکله احوال تير کړو.
رابرټ گبز وويل جمهوررئيس اوباما به دجون په څلورمه نيټه دزيارت په ورځ په مصر کې دالاظهر پوهنتون دسيوري لاندې په کائرو پوهنتون کې وينا کوي
الاظهر پوهنتون داسلامي تعليماتو په هکله دنړۍ يو ه ستره اداره ده.
ښاغلي گبز وويل جمهوررئيس اوباما به په دغه مهال داړونده خوښۍ اؤ درناوي په بابله خبري وکړي.
دسپينې ماڼۍ يو بل چارواکي وويل امريکايي جمهوررئيس براک اوباما به په دغه سفر کې د تندلاريتوب اؤ تشدد ترڅنگ داسرائيل اؤ فلسطين دشخړې په څير په مهمو ستونزو هم وغږيږي.
جمهوررئيس به ددغه سفر په مهال دمصر جمهوررئيس حسني مبارک سره ليدل کتل او ديو جومات څخه ليدنه هم کوي.
دامريکا دملي امنيت دمخابراتي ستراتيژيکي څانگې صلاح کار ډينس تيره ورځ خبريالانو سره په خبرو کې وويل مصر او امريکا خپلو کې اوږدمهاله ستراتيژيکي ملگرتيا لري.
نوموړي مصر دمخ په زياتيدونکې ابادۍ يو داسې هيواد وبللو چې په اسلامي اؤ عرب هيوادونو کې ورته مهم ارزښت ترلاسه دى.
ښاغلى اوباما به منځني ختيز ته دخپل سفر پيل په ٣م جون دسعودي عرب څخه کوي اؤ هلته به د سعودي عرب دبادشاه عبدالله سره ويني.
دمنځني ختيز دسفر څخه وروستو به په ٥م جون براک اوباما دجرمني سفر کوي اؤ ددغه هيواد دچانسلرې انجيلا مارکر سره به ويني.
دخپل سفر په وروستي پړاؤ کې به په ٦م جون جمهوررئيس فرانسيې ته لاړ شي
له دې وړاندې داپريل په مياشت کې جمهوررئيس براک اوباما ترکيې ته دسفر په مهال ويلي وؤ هغه مسلمانانو ته ددوستۍ لاس ورغځول غواړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG