لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکنۍ صحافي وايي طالبان د ډوډې د کاچاک نه گټې پورته کوي


د افغانستان طالب یاغیان په هیواد کې د ډوډې د کراو کاچاک نه گټې پورته کوي اود جگړې لپاره پنگي ترې اخلي.

دا خبرې امریکنۍ صحافې پیټرز گریچن سیډز اف ټریر یا د ترهگرۍ توخم نومې خپل کتاب کې کړې دي. هغې په افغانستان او پاکستان کې د بیلابیلو خبري ادارو لپاره پنځه کاله کار کړی دی او د پاکستان او افغانستان په سرحدې سیمو کې د ترهگرۍ او نشۍ موادو په کاچاک باندې يی څیړنه کړې ده.

هغه وايي چې طالبان دا وخت په امریکا کې د کال ٢٠٠١ د یولسم ستمبر د حملو ورسته تر ټولو زیاتې پنگې لري. هغه وايي د امریکاې حکومت د اټکلونو تر مخه طالبان د خپلو پنگو ٧٠ فیصده برخه د ډوډې د فصل نه اخلي.

گریچن واې چې داسې ثبوتونه هم شته چې د القاعده شبکې مشر اوسامه بن لادن هم د موخادره موادو په کاچاک کې ککړ دی.

هغه واې طالبان نه یواځې په کرونده گرو د ټیکسونو د لارې پیسې راغونډه وي بلکه هغوي د پیسو په بدل کې د نشۍ توکو تجارت او د نشۍ توکو کارخانو ته تحفظ ورکوي.

په زیاتره افغانستان د خپل واک په محال به طالب چارواکو ادعا کوله چې هیواديي د ډوډې په کرلو د پابندۍ د لارې د دغه فصل نه پاک کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG