لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات او وزيرستان عملياتو کې نور ١٨ جنگيالي وژل شوي دي


دپاکستان پوځ وايي دصوبه سرحد په سوات اؤ قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کېد تیرو ٢٤ؤ ساعتو عملیاتو کې١٨ جنگيالي وژل شوي او ١٣ نور ژوندي نيول شوي دي.

د پوځ د عامو اړیکو څانگې ایي ایس پې ار په یو مطبوعاتي بیان کې ویلې دي چې

جنگیالو سره په نښتو کې دوه عسکر هم وژل شوې دي.دايي ايس پي ار له مخې وسله والو جنگياليو سره نښتو کېدوه اولسي وگړي او ٤ پوځيان ژوبل شوي دي.

دسوات سرښار مينگورې اؤ چارباغ سيمو په هکله دايي ايس پي ار وينا ده چې دغلته وضعيت په تندۍ سره معمول سره سمیږي.

امنيتي ځواکونو دچارباغ خوندي کولو لپاره دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړي دي اؤ دجنگل جرکۍ سيمېپاکولو په مهال سختې نښتې شوي دي.

امنيتي ځواکونو کبل دسرسينۍ سره دپيوست کولو لپاره عمليات پيل کړي دي اؤ په دغه ځايې کې پوځيان دسخت مزاهمت سره مخ دي.

دپيوچار سيمې په هکله پوځ وايي امنيتي ځواکونو په ډمبر کنډاؤ سيمه کې دتندلارو د تربیی مرکزونه له مينځه وړي اؤ دغلته يې دلټونې عمليات پيل کړي دي.

دعملياتو له امله يو جوړيدونکى سورنگ تباه شوى او پوځيانو له تندلارو څخه درنه وسله لاس ته راوړې ده.

پوځ وايي سورنگ ته مخامخ ښخ کړل شوي مائنونه تباه کړی شوي ،نهه جنگیالي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

دي سره سره د شانگلې په فتح پور سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگياليو ترمينځ نښته شوې ده چې له امله يې یو جنگيالى وژل شوى دى.

په کلاگۍ سيمه کې دتندلارو ځاې په نخښه کړل شوې چې له امله يې درې تندلاري وژل شوي اوووه نور ژوندي نيول شوي دي.

په رانيال امنيتي پوسته جنگيالو بريد وکړو چې له دې وروسته دډزو په تبادله کې درې عسکر اوڅلورعام وگړي ژوبل شول.

دجنوبي وزيرستان په هکله دپاکستان پوځ وايي تندلارو په نيز نيرايي، خواجه خدار قلعې دانگور اډې سره نزدې راکټونه وداغل چې له امله يې ٢ عسکر وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ هره ورځ په سوات، بونير او کوز دير کې د لسگونو طالبانو دوژلواو په سيمه کې دامنيتي ځواکونو دواک پر ځاې کیدوادعاوې کوي.

ددغو پوځي ادعاوؤ سره سم په پاکستان او بهرنۍ نړۍ کې څيړونکو پوښتنې راولاړې کړي دي چې پوځ تراوسه ولې دطالبانومهم مشران په دغه عملياتو کې نۀ خو وژلي او نۀ يې نيولي دي.

په ملاکنډ ډويژن کې په ٢٨م اپريل د امنیتي ځواکونو لخوادطالبانو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو په ترڅ کې لږ ترلږه ٣٠ لکه خلک بې کوره شوي چې دا مهال دصوبه سرحد په بيلا بيلو سيمو کې په کیمپونو کې دستونزو نه ډک ژوند کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG