لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ  بمي چاؤدنه کې ٤ کسان وژل شوي دي


پوليس وايي چاؤدنه دکوهاټ په تيراه بازار کې دبسونو په اډه کې ولاړ يو گاډي کې شوې ده اود لومړو رپورټونو ترمخه پکښې ٤ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور پکښې ژوبل دي.

دچاؤدنې په مهال دپيښې ځايې کې گڼ شمير خلک موجو وو.

ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي چې دغلته هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

بل لوري ته دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري دکوهاټ په تيراه بازار کې دترسره شوې بمي چاؤدنې سخته غندنه کړې ده اؤ ويلي يې دي ددغه رقم ناوړه پيښو رامينځته کوونکي عناصربه ونۀ بخښل شي.

دغندنې پخپل يو بيان کې جمهوررئيس زرداري دبې گناه خلکو په وژنه د خفگان څرگندونه ووکړه او وې ویل چې حکومت دټولنې څخه دترهه گرو نوغي ويستلو لپاره پخه اراده لري.

دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې ده چې دصوبه سرحد په سوات، بونير اؤ کوز دير سيمو کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات روان دي اؤ دپاکستاني پوځ ترجمان ميجر جنرال اطهر عباسادعا کوي چې تراوسه يې په دغو عملياتو کې ١٢١٧ جنگيالي وژلي دي خو ازادو سرچينو ددغه شميرې تصديق نۀ دى کړی.

په سوات کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو څخه وروستو دپاکستان په ښاري سيمو کې دبمي چاؤدنو لړۍ زور نيولى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG