لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دجماعت الدعوة مشر حافظ محمد سعيد خوشې کړل شوى دى


د لاهور عالي محکمې درې کسيز بينچ دغيرقانوني گرځول شوي تنظيم جماعت العوة مشر حافظ محمد سعيد او دهغه دملگري کرنل(ر) نذيراحمد نظربنديانو ختمولو په ترڅ کې دهغوي دخوشې کولو امر جاري کړى دى.
دپنجاب حکومت ښاغلى حافظ محمد سعيد دهند په ممبۍ ښار کې دبمي چاؤدنو او اړي گړي له پيښو او ملگرو ملتونو لخوا په جماعت الدعوة له پابنديانو ايښودل کيدو څخه وروستو په ١١م ډسمبر ٢٠٠٨ء کال کې دنظارت لاندې نيولى ؤ
د پريکړې اوريدنې په مهال د عالي محکمې قاضي اعجاز احمد چوهدري، قاضي حسنات احمد خان او قاضي صبيح الحسين په ډاگه کړه چې دجماعت الدعوة مشر حافظ محمد سعيد پرته له کومې وجې نظربند کړل شوى ؤ ځکه نو هغه په سملاسي توگه خوشې کولى شي.
دملگرو ملتونو سلامتي کونسل يوې ځانگړې کميټې پخپله يوه پريکړه کې ويلي وؤ غيرفعاله کړل شوى تنظيم جماعت الدعوة په حقيقت کې دغيرقانوني گرځول شوي لښکرطيبه ملگرى تنظيم دى.
دغه کميټې دحافظ محمد سعيد په گډون دلښکر طيبې ٤ مشرانو نومونه په هاغه فهرست کې اچولي وؤ چې پکې هاغه تنظيمونه يا کسان شامل وؤ چې القاعده يا طالبانو سره پرې داړيکو له امله پابندۍ لگول شوې وې.
دحافظ محمد سعيد وکيل اى کى ډوگرميډيا سره په خبرو کې وويل هغه پخپلو دليلونو کې دغه نظربندي غيرائيني گرځولې ده او ويلي يې وؤ چې پاکستان دملگرو ملتونو په قرارداد دعمل کولو پابند نۀ دى.
ښاغلى ډوگر دحافظ محمد سعيد په هکله دمحکمې پريکړه دانصاف او حق گټه وگرځوله او دجماعت الدعوة په لسگونو کارکوونکو په دغه پريکړه دخوشحالۍ څرگندونه کړې ده.
بايد وويل شي هند له پاکستان څخه دحافظ محمد سعيد دسپارنې غوښتنه هم کړې ده خو پاکستان له وړاندې څخه ويلي دي چې کوم پاکستانى وگړى به هيڅ کله هند ته ونۀ سپاري.

XS
SM
MD
LG