لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مينځني ختيځ ته د سفر په وخت  اوباما سعودي ته رسېدلی


دامريکا جمهوررئيس باراک اوباما اسلامي نړۍ سره د امریکا انځور ښه کولو لپاره دمنځني ختيځ دسفرپه لومړي پړاؤکې سعودي عرب ته رسېدلی دی.
د سعودی عرب پاچا عبدالله بن عبدالعزیز د شورو په ورځ د ریاض په هوایي ډگر ښاغلي اوبامه ته هرکلی وویل.
دواړه مشران بیا د پاچا عبدالعزیز محل ته لړل. داسې تمه کېږي چې دواړه مشران به د اسرایل فلسطین شخړې، په منځني ختیځ کې د ایران رول او نړۍ کې د تیلو په بیو باندې خبرې کوي.
په سعودي عرب کې به د ښاغلي اوباما ايسارتيا لنډه وي اؤدسعودي بادشاه به ورته ترټولو ستره جائزه (شاه عبدالعزيزمډال )ورکوي.
دسعودي دسفرڅخه وروسته به دزيارت په ورځ باراک اوباما مصرته روانيږي اؤټاکل شوې ده په مصرکې به دامريکا اؤټولې اسلامي نړۍ دمسلمانانوتر مينځ دغوره اړيکو دټينگښت په هکله وينا وکړي .
دمينځني ختيځ دسفر څخه وروستهبه په پنځم جون باراک اوباما دجرمني اؤپه ٦م جون فرانسيې ته لاړشي اؤ ددغو هيوادونو مشرانو سره به داړونده خوښۍ ترڅنگ دسيمې اؤنړۍ په ټولومهموچارو خبرې اترې وکړي

XS
SM
MD
LG