لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کياني : د طالب جنگیالو  ختمیدو پورې به عملیات روان وي


د پاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دصوبه سرحدناقلارې سيمې سوات څخه ليدنه کړې ده او دغلته يې دتندلارو په ضد روانو عملياتوکې دبرخې اخستونکو عسکرو او پوځي مشرانو سره ليدلي دي.
جنرال کياني دسوات ددغه سفر په مهال دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو جاج واخستو.
دسرچينووينا ده جنرال کياني ته دسوات دعملياتو مشر ميجر جنرال اعوان او ميجر جنرال سجاد غني دروانو پوځي عملياتو په بيلا بيلو اړخونو حال احوال تير کړو او وې ويل چې دطالب جنگیالو پر ضد روان پوځي عمليات په برياليتوب سره دبشپړيدلو په وروستي پړاؤکې دي او هيله کيږي داساسي اسانتياوؤ له بيرته پځايې کيدو وروستو به بې کوره شوي خلک ډير زر بيرته خپلو سيمو ته راوګرځي.
دپاک پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دسوات دسفر په مهال پوځي مشرانو او په عملياتو کې برخه اخستونکو عسکرو سره دليدنې په وخت وويل په سوات کې به له عملياتو ختميدو څخه وروستو هم پوځ موجود وي.
هغه وويل ترهه ګر به له سيمې څخه په بشپړډول له مينځه وړل کيږي.
نوموړي دپاک پوځ ځوانانو ته دسوات په برياليو پوځي عملياتو مبارکي وويله اؤ دهغوي جذبې يې وسائيلې.
دپاکستاني پوځ سرلښکر دسوات څخه دغه ليدنه په داسې حال کې کړې ده چې پرون هم دسوات په کبل سيمه کې جيټ الوتکو دبمبارۍ له امله ٨ تندلاري وژل شوي دي.
دسيمې څخه پوځي سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي داتوار او ګل په مينځ شپه جيټ الوتکو دکبل په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو ځالې په نخښه کړې او هغوي ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.
همدغه راز پوځيانو په شاه ډهيرۍ کې هم دتندلارو يو شمير ځالې په نخښه کړي دي.
په سوات او شانګله سيمه کې دتيرو ٦ؤ ورځو راهسې پرله پسې ګرځ بنديز يا کرفيو پځايې ده چې له امله يې ددغو سيمو خلک دسختو ستونزو سره مخ شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG