لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هالبروک :پاکستاني اولس د روانو عملیاتو ملاتړ کوي


د پاکستان او افغانستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک ویلي په پاکستاني اولس کې دتندلارو په ضد دعملياتو ملاتړ سيوا کيږي او دپاکستان پوځ او سياست مدارانو کې هم په دې هکله يو والى په نظر راځي.
هغه وويل دپاکستان دپخواني صدراعظم ميا نواز شريف لخوا دتندلارو په ضد دروانو عملياتو څخه ملاتړ يو مهم پرمختگ دى.
دامريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي برټانوي خبري اژانس سره مرکه کې زياته کړه دتندلارو په ضد برياليتوب او دملاکنډ دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورونو ته بيرته تگ زيات مهم دي.
دهغه وينا وه دبې کوره شوؤ کډوالو بيرته خپلو کورونو ته ستنيدل په سياسي توگه زيات ضروري دي ترڅو نورې ستونزې سرراپورته نۀ کړي.
نوموړي وويل کۀ چرې دغسې ونۀ شي نو دا به يوه سياسي ناکامي وي.
بل لوري ته امريکايي جريدې سره په خبرو کې هالبروک وويل په پاکستان کې دوضعيت ښۀ کيدو څخه پرته په افغانستان کې ثبات نۀ شي رامينځته کيدلى.
دهغه وينا وه په افغانستان کې کۀ هرڅو يو غوره حکومت ټينگ شي او د مخدره موادو او بډو رشوتونو څخه پاک کلتور وده ومومي خو ترڅو چې پاکستان کې امن ټينگ شوى نۀ وي دافغانستان دننه هم ثبات نۀ شي ټينگيدلى.
همدغه راز دامريکا ددفاع محکمې پينټاگان ويلي دي سوات ، بونير او دير کې دپاکستاني پوځيانو لخوا دتندلارو په ضد عمليات دډاډ وړ دي.
په واشنگټن کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپينټاگان مطبوعاتي سکتر جيف موريل وويل امريکا هيله لري دتندلارو دبشپړ ماتې پورې به دغه عمليات دوام ولري.
هغه وويل دعملياتو بشپړ کولو دپاره به امريکا پاکستاني پوځ ته هر رقم مرسته ورکوي.

XS
SM
MD
LG