لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نيمه قبائيلي سيمه بنو کې دپوځي عملياتو تيارۍ


د صوبه سرحد دجنوبي ضلعې بنو په نيمه قبائيلي سيمه کې گرځ بنديز پځايې کړل شوى او امنيتي ځواکونو دغلته دتندلارو په ضد دعملياتو دپاره تيارۍ پيل کړي دي.
دبنو په نيمو قبائيلي سيمو بکاخيل او جاني خيل کې وروستو له هغې وضعيت کړکيچن شوى چې تيره اوونۍ درزمک کيډټ کالج خواؤشا ٣٠٠ محصلين دايف ار بنو بکاخيل او جاني خيل دمينځ سيمې څخه دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود وسله والو وتښتول.
د ايف ار بنو مرستيال پوليټيکل ايجنټ مواس خان اپريدي ډيوه راډيو سره په خبرو کې ويلي دا مهال دبکاخيل او جاني خيل د٦ؤ تاڼو په ساحو کې گرځ بنديز پځايې کړل شوى دى.
هغه وويل په کومو سيمو کې چې گرځ بنديز لگيدلى هغه دشمالي وزيرستان او بنو سره لگيدلي دي.
نوموړي وويل ددغو سيمو څخه به زياتره وخت په امنيتي ځواکونو بريدونه کيدل او بهرنيان هم په دغو سيمو کې پاتې کيدل.
مواس خان اپريدي وويل پرون يې دبکاخيل او جاني خيل قبيلو سره جرگه وکړه او ورڅخه يې وغوښتل چې په سيمه کې موجود ټول ورانکاري بايد انتظاميې ته وسپاري خو دغه جرگه کاميابه نۀ شوه.
هغه وويل دخبرو اترو څخه وروستو په سيمه کې پوځ خپلې پښې مضبوطې کړي او گيره يې اچولې ده.
امنيتي سرچينې وايي دتندلارو په ضد په بکاخيل او جاني خيل سيمو کې څه وخت هم پوځ په پراخه کچ عمليات پيل کولى شي.
بل لوري ته دافغانستان دپولې سره پيوست دپاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې د گل او نهې په مينځ شپه کې تندلارو دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دمارټرو بريد کړى چې پکې لږ ترلږه ١٠ دمليشې عسکر ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دمومند ايجنسۍ په حد کور سيمه کې دمليشې په امنيتي پوسته تندلارو دنامعلوم ځايې څخه د٣٠ؤ څخه نيولې تر ٣٥ؤ دمارټر گولۍ وداغلې چې له امله يې گڼ عسکر ژوبل شول.
دسرچينو له مخې په دغه بريد کې دامنيتي ځواکونو ٤ گاډي هم په بشپړ ډول تباه شوي دي.
سرچينې وايي دبريد څخه وروستو دمليشې ځواکونو هم دتندلارو په ضد عمليات وکړل او دهغوي شکمنې ځالې يې په نخښه کړې.
دامنيتي ځواکونو لخوا په ترسره شوؤ عملياتو کې دمرگ ژوبلې په هکله وضعيت نۀ دى روښانه وى.

XS
SM
MD
LG