لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکاې چارواکی وايي د پاکستان پوځ کامیابۍ په شا وولس دی


د امریکې یو جگپوړی چارواکی وايي د پاکستان پوځ په شمالي غربي سیمو کې د طالبانو پر ضد کامیابۍ تر لاسه کړې دي او ددی په شا د وولس ملاتړ دی.

د امریکې د قامي استخباراتي ادارې یا نیشنل انټلیجنس مشر ډینس بلیر، څوک چې په دې ورستۍ ورځو کېپاکستان ته په سفر تلی وو، وايي چې دا لومړی وار دی چې د پاکستان پوځ عملیاتو کې د حکومت او د خلکو لخوا ملاتړ تر لاسه شوی دی.

د نهې په ورځ پاکستانې چارواکو وویل چې دیر سیمې ته يي هیلې کاپټرونه لیگلې دي چې هلته د طالبانو پرضد راپورته شوو ځاې خلکو مدد ووکړې. په سېمه کې تر دولس سوو پورې خلکو د طالبانو خلاف لښکر جوړ کړی دی چې طالبان يی وژلې دي او د دوې کورونه يي سوزولې دي.

لښکر په بر دیر کې لږ تر لږه درې کلي د طالبانو نه پاک کړې دي او په دوو نورو کلو کې يی د طالبانو نه حصار څاپیره کړی دی.

XS
SM
MD
LG