لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان :اورگاډي کې دبمي چاؤدنې له امله مرگ ژوبله


د پاکستان دبلوچستان ايالت دبولان ضلعې په دوزان سيمه کې دکراچۍ څخه کوئټې ته په تلونکي بولان اورگاډي کې د بمي چاؤدنې له امله ١ تن مړ او له ٢٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې دبولان کولپور سيمې سره نزدې دکراچۍ څخه کوئټې ته تلونکي اورگاډي کې چاؤدنه شوې ده.
دژوبل کسانو تداوۍ لپاره له کوئټې څخه امدادي ډلې کولپور ته روانې شوي دي.
دکوئټې په روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
په دغه چاؤدنه کې دوژل شوي تن نوم نبي بخش ښودل کيږي چې تعلق يې لاړکانې سره دى.
ددغه چاؤدنې مسؤليت غيرفعاله کړل شوي تنظيم بلوچ ريپبلکن ارمي يا بي ار اى پخپل سر اخستى دى.
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ يو شمير سياسي مشرانو ددغه چاؤدنې غندنه کړې ده او دبلوچستان وزيراعلي نواب اسلم رئيساني په ٢٤ؤ ساعتو کې دپيښې راپور غوښتى دى.

XS
SM
MD
LG