لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران کې نن د جمهورریاستۍ ټاکنې کېږي


په ایران کې نزدې ۴٦ ملینه خلک نن د جمهوریاستۍ په ټاکنو کې رایې اچوي.
رپوټونو وایي چې گڼ خلک د رایو اچولو حوضوته رسیدلی دي.
ایراني چارواکي وایي کیدایي شي د رایو اچولو عمل د خپل وخت نه زیات وخت واخلي.
په ایران کې انتخابي سیالي د څلورو کاندیدانو یا امیدوارنو تر منځ روانه ده.
د اوسني جمهوررئیس محمود احمدي نژاد تر ټولو مضبوط سیال میرحسین موسوي دی.
نوموړی پخوانی صدراعظم دی او د ښاغلي احمدي نژاد په مقابله کې اصلاح کار گڼل کېږي.
روانو ټاکنو کې خلک په داسې وخت کې رایې اچوي.
چې په ښاغلي احمدي نژاد په هېواد کې دننه نیوکې کېږي چې د ایران اقتصاد یې په خرابه توگه وړاندی کړی.
او د ځینو پالیسو له امله یې ایران د نورې نړۍ نه جلا کړی دی.
دوه نور امیدوارن صلاح کار مذهبی مشر مهدي کروبی او د انقلابي گارډ پخوانی کمانډر محسن رضا یې نومیږي. د انتخاباتو د ورځ نه وړاندې د جمهوررئیسۍ لپاره امیدوارانو زیاتره د ایران په اټومي پروگرام ، اقتصاد او بهرنۍ نړۍ سره په اړیکو تاوده بحثونه کړي وو.
د انتخاباتو نتیجې کیدالې شي صبا پورې معلومې شي .
او که چا هم ساده اکثریت سره ونه گټله نو بیا د لومړیو دواو امیدوارنو تر منځ به بیا د جون په نور لسمه نیټه مقابله کېږي.


keywords: Iran, president, democratic, elections



XS
SM
MD
LG