لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احمدي نژاد په دوهم ځل دايران جمهوررئيس غوره شوى دى


د ايران دټولټاکنو کميسيون وايي ددغه هيواد دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې محموداحمدي نژاد يو وارې بيا بريالى شوى دى.
تر دې مهاله د٧٠ؤ فيصدو رايو شميرنه ترسره شوې ده چې دهغې له مخې احمدي نژاد ٦٥ فيصده رايې او پخواني صدراعظم مير حسين موسوي ٣١ فيصده رايې گټلي دي.
دايران حکومتي خبري شبکې هم ويلي دي چې جمهوررئيس احمدي نژاد په دوهم ځل دهيواد جمهوررئيس غوره شوى دى.
دجمهورري رياست په ټولټاکنو کې داحمدي نژاد رقيب حامد موسوي دجمعې په ماسخوتن مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دخپل برياليتوب ادعا کړې وه.
دهغه وينا وه په ځينو سيمو کې درايې ورکونې دپرچو دکمي له امله په رايې ورکولو کې ستونزې رامينځته شوي دي.
هغه په دغه ټولټاکنو کې ددرغلۍ تورونه هم لگولي وؤ او ويلي يې وؤ دهغه پلويان په ځينې سيمو کې درايې ورکولو مرکزونو ته نۀ دي پريښودل شوي.
دجمهوررئيس احمدي نژاد وياند ويلي دي دنژاد برياليتوب دايراني قام ددښمنانو دپاره يو ډاگيز پيغام دى.
دايران دټولټاکنو دکميسيون مشر کامران دانش جو وايي په دغه ټولټاکنو کې ٨٢ فيصده يعنې ٣ کروړه او ٦٠ لکو رايې ورکوونکو خپلې رايې کارولي دي چې دا تر دې مهاله دايران په ټولټاکنو کې دکارول شوؤ رايو په تاريخ کې تر ټولو زياتې رايې دي.
دکامران دانش جو له مخې تراوسه ٢ کروړه ٨٩ لکه او ٦٨٠ رايې شميرل شوي دي چې پکې احمدي نژاد يو کروړ ٨٧ لکو او٨٧ زرو څخه زياتې رايې گټلي چې دا ٦٥ فيصده جوړيږي.
دايران په ټولټاکنو کې دبرياليتوب دپاره د٥٠ فيصده رايې اخستلو ته اړتيا وي.
همدغه راز د احمدي نژاد درقيب کانديد مير حسين موسوي درايې شميره ٩٢ لکه،٦٩ زره او ٩٩٨ ښودل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG